کور / تازه خبرونه / تازه خبر: ګل آغا شيرزي استعفا وكړه

تازه خبر: ګل آغا شيرزي استعفا وكړه

 


د ننګرهار والي او د ولسمشر كرزي سلاكار ګل آغا شيرزي د شنبې په ورځ له خپلي دندي استعفاء وكړه.


شيرزي په داسي حال كي له دندي ځان كوښه كړ، چي د نيويارك ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه كي خبر وركړ، چي هغه د ولسمشرۍ انتخاباتو ته كانديد دئ.


خو د آزادۍ راډيو د ښاغلي شيرزي په حواله خبر وركړ، چي نوموړى تر خپلي كانديدۍ هم تېر سوى او د ولايت دندي ته هم د دوام وركولو نيت نه لري.


مخكي داسي ګنګوسې وې چي شيرزى به د كرزي په ګټه له كانديدۍ څخه لاس واخلي، خو نوموړي دا نه دي ويلي چي د كوم كانديد په ګټه له خپلي كانديدۍ څخه تېر سو.


ښاغلي شيرزي په ننګرهار كي خبريالانو ته ويلي چي كابل ته د ځان كانديدولو دپاره تللى و، خو ننګرهار ته په راستنېدو يې په ناڅاپي توګه له كانديدۍ او ولايت له دندي د لاس اخيستلو پرېكړه وكړه.