کور / تازه خبرونه / كرزى، اوبامااو زرداري په واشنګټن كي سره ويني

كرزى، اوبامااو زرداري په واشنګټن كي سره ويني


ټاكل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد كرزى روانه اونۍ په واشنګټن كي د امريكا له ولسمشر باراك اوباما او د پاكستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري سره وويني.
دغه دوه ورځنۍ غونډه چي د مى پر شپږمه او اوومه (چارشنبه او پنجشنبه) ترسره كېږي، هدف يې د ټروريزم په وړاندي مبارزه كي د افغانستان، امريكا او پاكستان تر دې ډېره همكاري، په سيمه كي د طالبانو د نفوذ مخنيوى او د پاكستان او افغانستان د حكومتونو ترمنځ د اړيكو پياوړي كول په ګوته سوي دي.
افغان ولسمشر چي د امريكا له پخواني حكومت سره يې اړيكي ډېري نيژدې وې، د باراك اوباما په راتګ سره يې امريكا سره په اړيكو كي سوړوالى راغلى دئ.
اوباما، مرستيال يې جوزيف بايډن او د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن د كرزي اداره بې كفايته، كمزورې او په اداري فساد كي ډوب حكومت بللى دئ.
د واشنګټن غونډه د امريكا د ولسمشر په بلنه ترسره كېږي او دا واكمنۍ ته د باراك اوباما تر رسېدو راوروسته د كرزي او اوباما ترمنځ لومړۍ كتنه ده.