کور / تازه خبرونه / پوليس: سوداګر د تښتوونكو له منګولو وژغورل سو

پوليس: سوداګر د تښتوونكو له منګولو وژغورل سو


د كابل د پنځمي حوزې پوليس وايي د پنجشنبې په شپه يې د وسله والو غلو له منګولو څخه يو تن سوداګر ژغورلى او د تښتوونكو دوه موټره په لاس ورغلي دي.
د پوليسو چارواكي وايي دغه كس يې د كابل په يكه توت سيمه كي له غلو سره تر يوې وسله والي نښتي وروسته ژغورلى دئ.
د پوليسو په وينا غلو د شپې له تيارې څخه په استفاده له سيمي فرار كړى او كوم څوك يې په لاس نه دي ورغلي.
په كابل او د افغانستان په غټو ولايتونو كي د سوداګرو تښتول د وسله والو غلو دپاره د عايداتو يوه ښه سرچينه ګرځېدلې، چي د ډېرو خلګو په وينا  كورنيو چارو وزارت او ملي امنيت مافيايي كړۍ پراخه همكاري ورسره لري.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت هغه ادعاوي نه مني چي دولتي پوليس په تښتونو او غلاوو كي لاس لري، خو د شخصي امنيتي كمپنيو ساتونكي په دې غلاوو كي دخيل بولي.
په كابل كي يوه افغان صراف لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي زوى يې د ۳۱۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په بدل كي د تښتوونكو له منګولو خوشي كړ، همدا راز تېره مياشت په كندهار كي د تيلو د اتحاديې رئيس حاجي محمدصادق هم د ۲۵۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په مقابل كي تښتوونكو خوشي كړ.
د حاجي محمدصادق د كورنۍ غړي وايي نوموړى د پوليسو په موټر كي ناستو وسله والو وتښتاوه چي بيا يې د پيسو په بدل كي تر وهلو ټكولو وروسته آزاد كړ.