کور / تازه خبرونه / تازه خبر: ګل آغا شيرزي خپله استعفاء بيرته واخيسته

تازه خبر: ګل آغا شيرزي خپله استعفاء بيرته واخيسته

د افغانستان له جمهوري رياست څخه همدا اوس خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي حامد كرزي د ننګرهار د والي استعفاء ونه منله.


د جمهور ريس مشاور وزير او ننګرهار ولايت  والي ګل آغا شيرزي نن سهار په ناڅاپي توګه د جمهوري رياست له كانديدۍ څخه ځان پر شا كړ او د ننګرهار له ولايت څخه يې استعفاء وكړه خو د وروستيو دقيقو راپورونو پر اساس ګل اغا شېرزي خپله استعفاء د ننګرهار د ولس سره د خواخوږۍ او ښه نيت له امله بيرته اخيستې ده.


خبرونه وايي د شيرزي او كرزي ترمنځ تېره شپه يوه ليدنه سوې، چي شيرزى يې د ځان په ګټه له كانديدۍ څخه تېر كړ.


د جمهوري رياست په خبرپاڼه كي د ګل آغا شيرزي د كارونو ستاينه سوې وه، خو د هغه استعفاء نه وه منل سوې.