کور / تازه خبرونه / هرات: دوه پوليس مړه اووه ټپيان سول

هرات: دوه پوليس مړه اووه ټپيان سول


د شنبې په ورځ د هرات په ولايت كي د سړك د غاړي ماين دوه پوليس مړه اووه نور ټپيان كړل.
د هرات د پوليسو وياند نورخان نيكزاد وايي پېښه نن سهار د دغه ولايت په فارس ولسوالي كي رامنځته سوې ده.
ريد په هغه ځاى سيمه كي ترسره سوى چي څو ورځي وړاندي پكښي يو ځانمرګي بريد هم مرګ ژوبله پكښي رامنځته كړې وه.
د چاودني مسئوليت چا پرغاړه نه دئ اخيستئ، خو ښاغلي نيكزاد يې د تل په شان مسئوليت د طالبانو پر غاړه واچاوه.