کور / شعر / دبلینده بدرۍ خبرې دسروپه تله

دبلینده بدرۍ خبرې دسروپه تله

دشعردمفهوم په اړه تراوسه کره کتونکي اولیکوالان په یوخوله نه دي اونه کوم جامع اومانع تعریف ورته لري زما په اند ددې لامل دادی چې شعر دژوندانه له بیلا بیلو اړخونوڅخه خبرې کوي او نیغ په نیغه په ابداع او نوښت پورې تړلی او نوښت تل دتغیرپه حالت کې دی نوځکه دتعریف په چوکاټ کې نه ځایږي.
 له نړیوالې جګړې وروسته شعرله پخواني تعریف نه راووته چې ویل کیده به شعریو موزونه قافیه لرونکې وینا ده ازاد شعر اوبیا سپین شعر رامنځ ته شوو چې نه یواځې یې شعردقافي له غړوندې ازاد  کړ  بلکې دشعرپه  شکل  اومضمون کې یې د تفکیراوتعبیر له پلوه یوستر انقلاب راوست اوپه ډیره لږده موده کې دنړۍ په ټولوژبواوادبیا تو برلاسی شو عربي جزیرې ته په لومړي ځل ازاد شعر نازک الملایکه او سیا ب راوړچې دغه دواړه د ازاد شعرمخکښا ن بلل کیږي اوپه همدغه ترتیب له سمندرونوراواوښت اوداسیا زړه افغانستان ته هم راورسید په دې کې شک نشته چې یوهنرې صنعت دیوې ټولنې سیاسي ، کلتورې ، فرهنګي ،ټولنیز اواقتصادې لاملونو په پایله کې منځ ته راځي چې په هم هغه سیمه اوټولنه  پورې نیغ په نیغه تړاو لري ازاد شعر هم لکه دلنډې کیسې په څیرچې په پښتوادب کې یې توکې خواره واره موجود وو رامنځ ته شو که ځینو پخوانیو شعرونو ته وګورو اویایې هم پوره څیړنه وکړو نوازاد شعر ته ډیرپاتې کیږي .
لکه څرنګه چې مو په سرکې یادونه وکړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ازاد شعر دشعر په شکل اومضمون کې یونوی انقلاب راوست اوشاعر وکولای شول په اسانې سره خپلو خیالونوته د لفظونو اوموسیقۍ جامۍ ورواغوندې اوخپل مفاهیم اوځانګړې تجربې نوروته ولیږدوي  همدغه علتونه وو چې ټولو ټولنو په ورین تندي ومنه او په پښتوادب  کې یې هم لکه دنوروژبو په څیر ښه وده وکړه اونن سبا په دغه برخه کې  ډيرپیاوړې شاعران لرو ان داچې داسې شاعرانې هم لروچې یواځې یواځې یې په نا مه پیژنو خو تردې مهاله یې دژوند په اړه هیڅ ډول مالومات په لاس نلرو له ډیرې مودې راهیسې دیو ې ښځینه شاعرې شعرونه لولم اخبارکې، مجله کې ،ویبپاڼه کې  څوورځې وړاندې مې دمیرمنو بهیرویبپاڼه کې د دغې شاعرې یو شعر ولوست بیا مې دنوې ښځینه شاعرانو په لست کې وکتله هلته یې هم کوم مالومات په لاس رانغله دغه شاعره بلینده بدرۍ نومیږي
داغلې بدرۍ په شعرونوکې ترټولوزیات ښځینه احساس ترسترګوکېږي هغه چې څه لیکې دخپلوځانګړوتجربوله مخې یې لیکې شعریې ډیرښکلی اوروان تصویرلري هغه نووکلیموکې دهنرروح پوکي او په خبرویې راولي طبعا په ټولیزه توګه ښځې دنارینو په پرتله ډیرې عاطفوي وي خو دبلنده بدرۍ په شعر کې عاطفه لکه دطوفانې سمندر په څیرده چې دشعردساحل په غاړه هر تږې دخپلوڅپولاندې راولي ، دسمندرتل ته یې رسوي ترڅودتخيل څودانې ملغرې په لاس ورکړي موټی یې دفکر په پیاوړې وریښمین تار ورتړي چې سندریزې څپې یې بیخوده نکړې  او له لاسونو نه یې ملغلرې ونه ښویږي بلینده بدرۍ دخپل چاپیریال ډیره ښکلې مصوره ده په شعرکې یې هنرې تصویرونه دسینما پردې ته ورته دي ، له شعرونو نه یې داسې ښکارې چې اسلامي زده کړې یې کړي اودخدای تعالی سپیڅلې کتاب یې هم په سینه کې پروت دي  دخبرومنطق او استدلال یې ډیرپیاوړی دی تل هڅه کوي چې نوي څیزراپیداکړي اودنوې شیانو په لټه کې ده لکه څرنګه چې مو یادونه وکړه چې هغه ډیره عاطفوي او مصوره شاعره ده دبیلګې په توګه به یې په دغه بیت یوڅه رڼا واچوو
سلګۍ د چا نوعمره ووړکې چوپې کړي ماښام کې
ټپې څه په ښه خوند، څه په ښه رنګ مې بنګړي وکړي
که څه هم دبنګړیو یادونه ډیره کلیشیې خبره ده خو شاعرې هڅه کړې دغې کلیمې ته نوی رنګ ،نوي خوند او نو ې مانا ورووبښي سره له دې چې دشعر اوډون یې دومره خوږنه دی خو دنوښت له پلوه ترې سترګې نه شوپټولی بنګړې ډیروشاعرانو یادکړي پیرمحمد کاروان وایې :
پریږده پریږده چې ټول مات شي
سردې ږدمه په بنګړیو
 اجمل اند وایې:
نه پکې شوروو نه سندرې دبنګړو په ژبه
راته یې واچوو خالی ټپی مړوند په اوګو
شررساپی وایې:
یوشرنګ دشنو بنګړو ووسپینې لیچې تاویدې
څه مستې ښکلاګانې وې سندروباندې بار
اویاهم
مودې مودې ویده وي په ټپې ټپې مړوند
راویښ شه اوس دسپینو لیچوشرنګه ځوانیمرګه
اوپه دې اړه ډیرزیاتې ټپې هم لرو چې دبنګړو یادونه پکې شوې په پورته بیتونوکې هر شاعر ابتکارکړی او یو دبل نه جلامانااومفهوم لري ،دټولوپه شعرونو کې نارینه احساس ډیرې پیاوړې دی او دخپلو ځانګړو تجربولارویان دي.
خو دشاعرې امتیاز او ځانګړنه په دې کې ده چې هغه دبنګړو په شرنګ ما شوم ویده کوي او دا نوې خبره ده که تاسې داسې یو منظر ووینې چې یو ه نجلۍ  دماشوم سرته ولاړه ده ماشوم ژاړي اوهغه ورته بنګړې شرنګوي دبنګړوپه شرنګار ماشوم غلی کیږي نو تاسې به ترې څومره لذت اوخوند واخلي  دغه منظربه مو په ژوند کې له یاده ونه وځې  .
زړه اودماغ هغه هڅه زردهیرې منګلوته نه سپارې چې په روح او زړه  اغیزوکړي او په ذهن کې دهغې دتکرارتلوسه  راپیداکړي اویا هم تکراریې انسان شپږم حس هم ولړزوي .شاعرې په خپلو شعرونو کې دماشوم کلیمه په ټولیزه توګه ډیره کارولې ده کله یې ګلونه په لاس ورکړي چې خپل محبوب ته یې یوسي او کله ورنیږدې شوی دی چې کوکۍ ترې واخلي د بدرۍ په شعرونو کې ماشوم داسې انځورشوي لکه دعربي مشهورشاعر نذارقباني په شعرونو کې مور لکه چې وایې :
زما ملګرې
 زما دخبرې مفهوم دغه نه دی
په خپل شهوت کې نه ویلي کیږم
خوچې مې خوښه کومه میرمن شي
دامې ارمان وي
چې مې شي موراومعشوقه دواړه
په ټوله مینه درته اوس وایم
که ته مې مورشي
بدرې له خپل محبوب نه هم داغوړې چې د هرڅه ترمخه باید یو کوچنۍ ماشوم ووسي
په دغه بیت کې هم  د ماشوم کلیمه د عاشق لپاره استعارتا راوړل شوې ده او ورته والې پکې معصومیت، پا کوالی او نازولتوب دی شاعرې دماشوم دویده کیدو لپاره دبنګړو شرنګ مناسب ګڼلی خپل سندریزغږ یې نه دی یاد کړی طبیعې خو داده چې میندې اوخویندې ماشومان په الله هو  ویده کوي تراوسه لادانه دي اوریدل شوي چې چا کوم ماشوم دبنګړو په شرنګ غلی کړ شاعرې دالله هو پرځای بنګړې له دې  امله یادکړل چې دبنګړو شرنګ یوداسې رمز دی چې یواځې پرې دبنګړومیرمنه او ټاکل شوی اوریدونکی پوهیږي لکه چې وایې (بنګړوله شرنګ ورکه چې ودې پیژنمه ) دویمه داچې بنګړي د شاعرې له جنس څخه  نه دي او غږدشاعرې دجنس هغه حاسه ده چې  ډیرژردنارینه فکرځانته راګرځوي نو دغه هم د شاعرې دسپیڅلتیا یو ښکاره ثبوت وړاندې کوي بله داچې شاعرې دماښام کلیمه راوړې سره له دې چې شعرې اړتیا هم نه ده ولې یې سهار نه یادوو ؟ولې یې غرمه نه یادوله؟ چې ماښام یې یادکړ
لومړی داچې ماښام دستړیادلرې کولو او دخوب وخت وي  نو داطبیعې خبره ده چې ماشوم باید په ماښام کې ویده شي دوهم داچې په ورځ کې شور ماشور ډیروي هغه غږبرلاسی وي چې څومره لوړ وي نو دبنګړو غږکه څه هم شوخ او خوند وردی خودیوکلن ماشوم خندا ته پاتې کیږي هغه څوک یې اوریدلی شي چې په غیږکې یې پروت وي اویاهم ډیرورلنډو ي ترلرې یې غږنه ځې  نودبنګړو دشرنګ سره ماښام مناسب وخت دي.
داغلې بدرۍ یو نظم چې (لونګین) ترسرلیک لاندې دی  او دمیرمینو بهیر په ویبپاڼه کې هم خپورشوې غواړمه چې يوڅه شننه یې وکړم او ددغه پورتنیو ادعاوپه اړه خپله رښتنولي اوسپینوالي په ډاګه کړم خو په دغه نظم کې ښځینه نفسیات ډیرښه انځورشوي اوانسان ته د اموقع په لاس ورکوي چې په اړه یې نوره څیړنه هم وکړي کله چې نارینه شعرلیکي اویایې هم وایې په دې نه شي توانیدلی چې مقابل جنس دنارینه کومه ښکلاخوښوي چې پرهم هغې دخپل تخیل نیلی وځغلوي په دې نظم کې نفسیات ښځینه دي خو تصویرونه دنارینه دغوښتنې اوهیلو سره برابرانځورشوي دي چې لوستونکی یوڅه ټکنی کوي او په شاعرباندې یې دنارینه شک پیداکوي او دغسې انځورونه ددغې شاعرې اویاهم شاعرپه شعرکې ډیرکارول شوي دي که د غه یو فرضي نو م تصورکړو نوبیا هم دشعرښکلایې ارزښت ته کومه صدمه نه رسوي ځکه چې ډیر پیاوړې هنرپکې کاریدلی دی ،هسې خو دخپلونفسیاتو څرګندونه اسان کاردی خو ستونزه داده چې دمقابل جنس دنفسیاتو څرګندونه وکړي، په لنډکیسه ، ناول … کې ترټولو سخت کرکټرونه دي اوهغه ځکه چې یو لیکوال د څو انسانانو دنفسیاتو څرګندونه کوي اوښه هنر مند هغه دی چې دحیواناتو جامي واغوندې او دهغو نفسیات را څرګند کړي له دې خبرو مې موخه داوه که دا نارینه هم وي نو زه یې هنر ستايم بله ګټه به یې داوي چې نوروهغه ښځینه شاعرانوته به دخپلونفسیاتو دڅرګندولو ډیره ښه زمینه برابره شي  چې تراوسه یې په سرباندې د ټولنې دناوړه دودونو مرغان غوټې وهي اوشعرونه یې دنارینه وشعرونو ته پاتې کیږي زه غواړم چې په دغه نظم باندې یوڅوکرښې تورې کړم
ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي د ښکلا ملکې دنګې بدرۍ
زما اتڼ ته نظرونه مات کړل



شاعرې خپل نظم دلونګین په لوګې کولوپیل کړی  اونظم یې بیاهم دلونګین په سيځلوپای ته رسولی هغې لونګین خپل عاشق ته نه دی لوګی کړی یو یتم هلک ته یې لوګی کړی دهغې کونډې موراوښکوته یې لوګی کړی دهغې خویندوته یې لوګی کړی اوپای کې یې یوې سپیڅلې عاطفي ته لوګی کړی خو یتیم هلک چې تل دمحرومیت ښکارشوي فکرکړي چې دغه نجلۍ ورباندې مینه شوه او دغه رازیې افشاکړی دی  شاعرې چې خپل پوښتنې ماحول اوچاپیریال یې ډیرښه لوستی اوپه ټولودوددونو پوهیږي دغه یتیم هلک ته تادیبا دخپل لونګین دلوګي کولو لاملونه په ګوته کوي او په ډیروخوږوکلیمویې رټي
په عرفي توګه دنذرماتې لپاره پښتانه سپینلې اویاهم ماڼوګان لوګی کوي لکه چې وایې:
 مورې ماڼو ورته لوګي که
اویاهم :حجرې ته چې راځې نوسپیلنوسره راځه
خاطراپریدی وایې
خاطره یار دې په خیبرکې اوسي
ټوله دره له سپیلنو ډکه شه
خو شاعرې دلته سپیلني یاد نکړل اونه یې دماڼو یادونه وکړه لونګ یې یاد کړل دهغې لوګي کول یې یادکړل چې زموږذهن ته یې یو نوی تصویراوانځوراروړه ، لونګ نجونې په غاړه ګرځوي ډیرخوږبوي لري ، ما ڼو اوسپینلي دنذردماتولوپه موخه لوګي کیږي چې یوډول روح تسکینونکی بوي ترې راخیژې ددغه دواړوبوینوترمنځ که څه هم توپیرشته خو د ورته والې لامل یې بیاهم بوي  دی دشاعرې په خپلې تخیلې نړې کې دلونګولوګې کول کټ مټ دسپیلنواویاهم دماڼو لوګي ته ورته ګڼي ماڼو اوسپیلنې په بازارونو کې ډیراوارزانه دي بل څه ته په ښه  نه راځي خو لونګ چې  له سلګونو کلونو راهیسې په ټپو اوشعرونو کې یادیږي  ډیرارزښت لري او دغه ارزښت یې لاپسې ډیرشي چې کله ترې لونګین جوړشي هغه وخت یې ارزښت په ښکلابدل شي چې دپیغلې ترغاړې ورسیږي همدغه وه چې شاعرې  ته له دېنه ارزښتناک ، ښکلی اوپه زړه پورې څیزبل نه وو هغه یې هم ترې لوګی کړ نوځکه لونګین ترپایه یادوي داسې لکه دچانه چې یوډیرقیمتې شي ورک شوي وي دوهمه ښکلایې دلته ده چې لونګین یو محرم شي دي کله چې د لونګین نوم یاد شي دانسان ذهن لومړی یوې ښځینه غاړې ته لاړشي لکه دادوړاه چې سره تړلې وي خو په حجره کې دلونګین یادونه هیڅ ډول ښکلایې ارزښت نه لري اوبیا هم دحجرې پرځای  دجمع کلیمه راوړل خبره یو ې رسوایې ته وباسي شاعرې په قصدې ډول هڅه کړي چې موضوع لویه کړي ترڅویې اغیززیات شي اومقابل ته دموضوع پرتناسب پیغوراوزجرورکړي
په دوهم نیم بیته کې شاعرې خپلې محسوسي ښکلاته په ډیره هنرې توګه ګوته نیولې ترڅود لوستونکې ذهن ته د یتیم هلک دعوا او دمحرومیت انځورورسوي (دښکلاملکې، دنګې بدرۍ) هغه ستاینومونه دي چې په بیت کې راغلي دی دلته (بدرۍ) کلیمه هم راوړل شوې ده چې دشاعرې تخلص او دښکلارمزاو سمبول هم دی چې ډیره په زړه پورې توریه یې ګڼلی شوو که یې نو م واخلو نو په حجروکې دیوې نجلې نوم اخستل ډیربده خبره او له پښتنې  دودونو څخه په کلکه سرغړونه ده نوځکه پرې شاعرې هم دخپل زړه تڼاکې ماتې  کړي او که یې دښکلارمزتصورکړونوبیا هم له بریده اوښتی


ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
چې د لر کلي له بدرۍ نه مې زړه چور وړی ؤ
شاید چې تا به داسې خیال کړی وي
چې به دستا هغې مستۍ راباندې
یا دې ها تورو اوږدو څڼو پر ما
یادې هم تت ښایست اثر کړی وي
شاعره دلونګین د لوګې کولونه انکارنه کوي نو ځکه یې تکراروي اوپرې پښیمانه هم نه ده  اوس دلونګین دلوګي کولو لاملونه په ګوته کوي خو تردې مخکې  دمخاطب نفسیات راسپړي خپل ځان په مخاطب کې حل کوي چې داپه هنرکې یوسخت خوزړه راښکونکی کاردی .
( تابه فکرکړی وی چې بدرۍ نه مې زړه وړی یابه د ې دافکر کړی وی چې ستا هغه مستۍ ،تورڅڼواودغې تتې ښکلا پرې اثرکړی ،یابه دې داسې انګیرلې وي چې زموږپه چم کې ژڼې ښکلانه لري ، یایې هم دوه دیرش لوټه داتڼ نه وې زده )
له دغې یادونې وروسته بیا وایې چې ستا بخت خو دغلته کاروکړ چې زمو ږ له کلې ډولې وتله اوته دناوک سره راغلی وې پښتوداده چې له کوم کلې ډولې وځې دهغې کلې  ځوانان اتڼ نه کوي هغوې دویرپه ټغرناست وي
وګورﺉ یوځلې بیا مخاطب ته طعنه ورکوي  چې دراز دافشا کولو سربیره دپښتوپه دود اورسم هم نه دی خبر.
اوس هغه ټولې خبرې چې دغه هلک په حجروکې کړې په داسې منطقې استدلال ردوي چې ته فکر کوي داشاعر ه نه بلکې یوه وکیله اویاهم کومه ستره فیلسوفه ده .
په دغه بیت کې دوه ځلې دندا توری راغلی (ای دبرکلي ژڼکیه، ای یتیم هلکه ) دا یو مانوي تکراردي چې دتنبیه لپاره کارول شوي دی ترڅویتیم هلک په غورسره ورته غوږونیسي بل دهلک له کلیمې سره  دیتیم قید راوړل لوستوالوته دا جوته کوي چې مساله دغسې نه ده لکه څنګه چې یې ده په حجروکې یادونه کړې ځکه چې دغه هلک یتیم دی اوښکاره خبره ده  چې  یتیمولې محرومیت رامنځ ته کوي اومحرومیت تخيلې نړۍ پیاوړي کوي اوس خبره په ډاګه کوي هغه له دې نه ده منکره نه ده چې زړه یې نه دی بایللی خو لامل یې هغه هم  نه دی کوم چې په کلې کې  ډنډوره شوی دی هغه وایې زما زړه دچارنګ اوننګ نه شي وړی زما زړه دخدای کتاب وړی اوهاغه قران چې زما زړه کې مکمل اوسیږي.
خو ای د بر کلي ژڼکیه ، ای یتیم هلکه
هو، ما زړګی بایللی
خو زما زړه نه د چا رنګ نه د چا ننګ وړی دی
د خدای کتاب وړی او هاغه قران
زما په زړه کې مکمل اوسیږي
راشه زه لاس درته په زړه مې ایږدم
چې قیصه داسې نه وه



پوښتنه داده چې زړه قران وړی اولونګین هغه ته لوګی کوی داخو منطقي خبره نه شوه  خو نه، دلته یوه ډیره باریکه نکته پرته ده اوهغه داده چې الله ج په خپل سپیڅلې کتاب کې دیتیم په اړه بندګانوته ډیره سپارښتنه کړې (واما الیتیم فلاتقهر) په پریتیم منت اوقهرمه کوه اودیتیم سره نیکه رویه کول په ډیرواحادیثوکې هم راغلي داچې دغه هلک یتیم دی نو دغې خواخوږې ته یې ضمنا  نغوته کړې داچې قران دهغې په زړه کې دی نو ځکه په مظروف لاس ږدي او موخه یې ظرف یانې قران دی او دا یوپه زړه پورې مجازدي  دغه یوخبریه جمله ده اوکله چې مخاطب له قضیې نه ناخبره وي نو هغه ته  له توکیداتو پرته خبره کیږي که چېرې مخاطب خبروی او باوریې نه راځې نوبیا په یوتوکید موکد ه شي  همدغه ده چې  شاعرې هم دحال دغوښتنې اودمخاطب له نفسیاتو سره سم قسم کړی چې خپله خبره ورته  یقیني کړي بله داده چې ضمنا ورته داهم ووایې لکه څرنګه چې مې ددغه کتاب په دې ایات عمل کړی ( اما الیتیم فلاتقهر) نو په دې یې هم عمل کوم چې (لعنه الله علی الکاذبین ) په دروغژن دې دخدای لعنت وي زه په دې پوهیږم او داته چې تا ته چې کوم شک په زړه کې لویدلی دی نو دغه شک دې له زړه نه وباسه  دلته لکه دکیسې یوه تلوسه هم نغښتې ده چې لوستونکې له ځان سره اخلي
یا به دې دا وي زړه کې غوټه کړي
چې زمونږ چم کې ژڼي رنګ نه لري
یا به ېې دوه دیرشه لټونه د اتڼ نه وي زده
بخت دې په دې ؤ چې زمونږ له کلي ناوې وته
او په خوړه کې څوک اتڼ نه کوي


په لومړي سرکې یې دمخاطب ټول خیالونویوبل پسې وتړل او دپیغوردځنځیرپه شکل یې ورته وړاندې کړل اوس دخپل لونګین دلوګي کولولاملونه ورته په ګوته کوي :
(کله چې تا داتڼ میدان ته ودنګل اوڅڼې دې واچولې کونډه موردې زموږ سره ولاړه وه هغه مسکۍ شوه اوبیا یې له سترګونه نه اوښکې راتوي شوي په وچوشونډوېې له ځان سره دالله نوم یادوو، ګرانه خوردې هم ولاړه وه هغې درته هم داسې کتل لکه یتیمه چې نه وي اویاهم لکه دغه ډولې چې ستاوي اوتاته یې درولي ، زړې نیادي په سپین سردرمنډې کړي سپیلني یې په لاس کې وو هغه وړوخویندو درته په زوره لاسونه پړقول خوددې ترڅنګ ستاسې دکلې دخانانو لوریانې هغه بدرنګه نجونې هغه جونې چې ځوانان یې هم ددوۍ په څیربدرنګه دي ولاړې وې په وږو سترګویې درکتلې زه وویریدم هسې نه چې دغه سترګې ددنظره نه  کړي دغه کونډه  مور بې ځویه دغه سپین سرې نیا بې لمسي او دغه کوچنۍ خویندې بې وروره نه شي ، ما دغه دکبراوغرورڅلې په خپلو سترګو لیدل چې دغه څلې څنګه ړنګ شي دغه مسکا څنګه تلپاتې شي  نو ای دبرکلي ژڼکیه ای یتیم هلکه  ما خپلو ټولوهمزولوته په غوږ کې وویل چې په زوره درته  لاسونه وپړقوي اوزه هم درغلم له هیچا ونه ویریدم دټولو په مخکې مې درته لونګین لوګی کړ )


شاعره اوس هغه تصویرونه په تفصیلي ډول  انځوروي چې لیدلې یې دی اوخپله ځانګړې تجربه موږته رانقلوي په مستقیم ډول مخاطب باندې غږکوي تاچې اتڼ ته څڼې واچولې ،اټن ته څڼې اچول مکنیه استعاره د ه چې اتڼ یې له ډول سره تشبیه کړی  (دلته دې کونډه هاغریبه مورمسکۍ شوه درته ) شاعرې (دلته) کلیمه له دې امله راوړه ترڅو داخبره جوته کړي چې کونډه موریې له دوی سره ولاړه ده اوداتڼ سیل کوي ( کونډه ،غریبه ) هغه دوه ستاینومونه دي چې د مسکا توقع ترې ډیره کمه کیږي نو ځکه دمسکۍ قید پراوریدونکي اولوستونکي خوږلګیږي خو دمسکا ترڅنګ یې له سترګو اوښکې هم لاړې داچې دشاعرې په نړۍ کې دغه کونډه اوغریبه ښځه یو ځانګړې ځای لري نو ځکه یې دهغې اوښکې له ملغلروسره تشبيه کړي بل دکونډې اوغریبې اوښکې دملغلروسره تشبیه کول یوښه تلازم دی دخویند وخوشالي ، دهغوي چکچي داټول هغه څه دي چې دشاعرې په ذهن یې منګولې خخې کړي دي شاعره دمخاطب په اړه پوره مالومات لري ان تردې چې دهغې جزییاتو ته ننوځی
هم درته ګرانې خور دې داسې کتل
لکه چې پلار ېې چا وژلی نه وي
موږته دغه مالومات په لاس راکوی چې د دغه هلک پلار په خپل مرګ نه دی مړ هغه چا وژلی دی نو دانو ر هم د رحم اوزړه سوی وړدی  نوبیا وایې:
تاپه ډګر کې داتڼ چې څڼې واچولې
دلته دې کونډه ها غریبه مور مسکۍ شوه درته
خدایزده چې ولې ېې د سپینو اوښکو
څو ملغلرې تر ګریوانه لاړې
پټ ېې په وچو سپیرو شونډو نوم د خدای یادؤ
هم درته ګرانې خور دې داسې کتل
لکه چې پلار ېې چا وژلی نه وي
یا لکه دا ډولۍ چې تاته دروړي
ما لونګین درته لوګی کړ تا حجرو کې ووې
خو ما لیده هغه سپین سرې نیا دې
چې څه په منډه سپيلني ېې دروړل
ما دې لیدې هاغه وړوکې خویندې
چې ېې په زور درته لاسونه وهل
هم مې لیدې ستا د مالت ها د خانانو جونه
هاغه بدرنګې شنې شخټې پیغلې
هم ېې کاږه واږه زلمي اوږدې وتلې پوزې
درپسې ټولو شونډې بوڅې وې او وروځې چنګې


شاعره یواځې په دې بسنه نه کوي چې ته دکونډې غریبې ښځې ځوي وي هغه درته مسکۍ شوه اودخوشالۍ نه یې له سترګواوښکې وبهیدې اویاهم خویند و دې درته چکچې وکړي او فکریې وکړه چې پلاریې بیخې چا وژلی نه دی یانې ستاپه لیدو یې دخپل پلار غم هیرکړ او دومره خوشاله وی تابه ویل چې داډولې ستا ده.
که له یوه پلوه یې کورنۍ چې ډیره موده یې خوشالي نه دی لیدلې خوشاله ویني خو له بل پلوه یې دکلي دخانانو لورګانې چې ددغه یتیم هلک اتڼ نه شي زغملی یادوي شاعره چې ډیره عاطفوې ده اوس یې دصبرجام له مورګواوړي دخانانو دبدرنګو جینکو اودهغې دبدرنګه ځوانانو په یادونه بسنه نه کوي منډه  اخلي اوخپلوهمزولوته په غوږکې وایې چې لاسونه ورته ښه په زوره وپړقوي دلته که څه هم شاعرې له چانه ویره نه ده محسوس کړي خو له دې امله خپلوهمزولوته په غوږ کې دغه خبره کوي چې دکلې دخانانوپیغلې پرې نورې هم وزوروي که یې په ښکاره چیغه کړی وی نو کیدای شودغه بدرنګو جینکو انګیرلی وی چې دانو یوتصنعې کاردی  په دې هم بسنه نه کوي اوخپله منډه اخلي خپل هغه لونګین چې پرغاړه یې دی دغه هلک ته لوګی کوی خو هلک چې دمحرومیت ښکاردی خبره حجروته وړي
نو ما د کبر د غرور ها بدرنګ څلي لیدل
چې څنګه وران شي څنګه لولپه شي
او دې غریبو ، خواروسترګو کې لا ورنګیږي
دا یوه شیبه مسکا تل پاتې انځورورنه راوړي
نو ای د بر کلي ژڼکیه ، ای یتیم هلکه
نو مې همزولو ته په غوږ کې ووې
چې درته چکې وهي تیزې تیزې
او زه هم درغلمه
د ټولو وړاندې مې په لوی ډګر کې
دستا اتڼ ته لونګین لوګی کړ


په نظم کې دشاعرې پنځګونې حواس:
په نظم کې شاعرې څلور حواسه کارولي دي
۱ـ دلیدا حاسه
۲ـ داوریدا حاسه
۳ـ دلمس حاسه
۴ـ دبوی کولو حاسه
په ټولو حواسوکې یې دلید ا حاسه ډیره پیاوړې ده خو نظم یې د دبوي کولو په حاسه پیل کړی ځکه چې خوشبود ښځو ډیره خوښه ده  ما لونګین درته لوګي کړه ،  دلونګین دلوګی کولوسره فضا خوشبوي نیسي اولومړی پوزه ده چې دغه حس کوي ورپسې د اورید ا حاسه کاروي اودغه شاعرې ته ځکه ارزښت لري چې شوې کیسه په بل ډول تعبیرشوې او ددې غوږونو ته رارسیدلې ده نو ځکه وایې تا حجروکې وویل :
شاعره په ټول نظم کې یوځل دلمس حاسه کاروي اودادهغې دسپیڅلیتا ثبوت دی هغه دهلک سره هیڅ اړیکه نلري هغه خپل لاس په خپله سینه ږدې اوهغه هم دځان دسپيڅلتیا دثابتولو په خاطر قسم یادوي
په نظم کې ترټولوپیاوړې حاسه د لیدا حاسه ده چې شاعرې ډیره کارولې ده لومړي خو انسان په عمومي توګه دټولوحواسو په پرتله دلیدا حاسه ډیره کاروي ماشوم چې پیدا شي لومړی یې سترګې کارکوي هرڅه ووینې تصویرونه راټولوي اولاشعورته یې سپارې شاعریواځینې اوځانګړی انسان دی چې له دغه تصویرونونه کاراخلي اوپه خپلوشعرونو کې یې ځای پرځای کوي همدغه ده چې په شعرکې تصویرچې دتصورزیږنده ده شعرته خوځښت اوحرکت ورکوي داسې حرکت چې لوستونکی فکر کوی دسینما دپردې مخ ته ناست دی او په خپله یې ګورې.


انځورونه
شاعرې ترپایه هڅه کړي چې لوستونکې ته موضوع په تصویرونو روښانه کړي په نظم کې تخیل دومره نه ترسترګوکیږي خو تصورپکې ډیرزیات دی ځکه چې دلته خبره ددعوې ده خبره دسپینولی دی اوخبره مخاطب ته دقناعت ورکولو ده نو ددغه ټولوشیانو د روښانه کولولپاره یواځني شي تصویراوانځوردی چې شاعرې وړاندې کړي په دغسې مواردو کې تخیل دتصور ځای نشي نیولی . شاعره په دې هم بریالۍ شوې ده چې دغه تصویرونو ته یو منطقي تسلسل ورکړي داسې که مو ږ سترګې پټې کړو نو دغه ټول شیان یو په بل پسې لیدلی شو ، دتصویرپه انځورولوکې یې له ګلکارې نه کار نه دی اخیستې موضوع تراجیدي ده په ډيرو کمو رنګونو یې اکتفاکړې ده .
لفظې ښکلاوي
شاعرې کومه وحشي کلیمه په نظم کې نه ده راوړې لفظونه یې روان ، ساده دي په ماناووې یې ورته ځانګړې موسیقي وربښلې ده نوي کلېمې یې شاعرانه کړي دي لکه دشخټې کلیمه چې څومره بدرنګه کلیمه ده خو شاعرې په خپل ځای کې دومره ښایسته کړي چې تصوریې هم نه کیږي
عاطفه :
دهرڅه نه چې په شعر کې پیاوړې ښکارې هغه عاطفه ده ( مالونګین درته لوګی کړ تاحجروکې ووی) دغه نیمه بیته وګوری چې څومره عاطفوي دی څومره تحسر اوافسوس پکې نغښتي دي( کونډه ، غریبه مو ر، دملغرواوښکې ، مسکا، دخدای نو م یادول ، سپین سرې نیا لخوادسپیلنو راوړل ، ورورته دخو رمعصومانه کتل ، یتیم هلک ، دیتیم هلک په اتڼ  دخانانودلورګانو رخه ، …. داهغه څه دي چې دشاعرې عاطفه په ډاګه کوي .
تکرار
په شعرکې تکرار دډیرومانولپاره راځي تکرار دموسیقت لپاره تکرار دښکلالپاره تکراردتنبیه لپاره خو شاعرې ( مالونګین درته لوګی کړ تاحجروکې ووی) د زجر لپاره تکرارکړی دی دندا توکی یې هم تکرار کړي چې هلته هم د تنبیه او توبیخ لپاره کارول شوی  لکه چې مخاطب بیخې خبرنه وي اوهغه یې ورته متوجه کوي ( ای دبرکلی ژڼکیه ای یتیم هلکه )
په پای کې دومره ویلی شم چې دغسې نظمونه که ښځو لخوا او ولیکل شي نوباورې یم چې په ډیره لږه موده کې به دپښتو په ادب کې یوه نوې اضافه وشي.