کور / شعر / ته زمادژوند ارمان يې

ته زمادژوند ارمان يې

ته جذبه د محبت او شفقت يې
ته دمينې د مقام لوړ منزلت يې


د دونيا ښايست دې ټول له تانه ځار شي
ته زما د پاکې مينې حقيقت يې


خوبولې سترګې پورته کړه ګلفامې
خوار زړګي لپه کې واخله مرحمت يې


دا نری نری باران د پسرلو ته
ښايسته ګل دپسرلو د ننګ غيرت يې


د ريدي ګلان به ټول له تانه جار کړم
حسين خيل ته ته ډيوه د سعادت يې