کور / تازه خبرونه / د ملي پيوستون ۲۰ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شوې

د ملي پيوستون ۲۰ پروژې ګټي اخستني ته چمتو شوې

دملي پيوستون پروگرام شل پروژي د(٤،٤١٧٠٠٠) افغانيو په لگښت او په سلو کي لس دکليوالو وندي په شمول پدي وروستيو کي دلغمان ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .

ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي د(٢١٥) مترو په اوږدوالي دکلي په منځ کي دکوڅو پخول ، د څښاک دپاکواوبو (٣١) څاگاني ، سربندونه، معبرونه ، بياده رونه، او د(٣٧٧) مترو په اوږدوالي اسنتادي ديوالونه شامل دي .

يادي شوي پروژي دلغمان ولايت دعلينگار ، عليشنگ، دولت شاهي ، قرغه يي په ولسواليو او دلغمان ولايت مرکز مهتر لام بابا کي بشپړي شوي چي له هغه نه څه دپاسه (٢٨٤٤) کورني برخمني شوي .