کور / تازه خبرونه / هلمند : د بست تصدۍ کارکوونکو په اعتصاب لاس پوري کړ

هلمند : د بست تصدۍ کارکوونکو په اعتصاب لاس پوري کړ

دهلمند دبست تصدې ٣٠٠تنو کارکوونکو اعتصاب کړى دى دوي وايي تر هغه به دفابريکي ماشينونه چلانده نه کړي چي دوي ته دکور له پاره نمبري ور نه کړه سي ،دغه کارکوونکو نن سهار په يوه احتجاجه ناسته کي رسنيو ته ويلي دي چي دتجارت وزارت او دارلانشا له لوري ورته دنمرو ورکولو امر ورکړه سوي دي خو ددوي ريس دي کارته زړه نه ښۀ کوي
دهلمند دبست تصدې ٣٠٠تنوهغه کارکوونکو چي نږدي ٢٥کاله يي دهريو ه دکار دسابقي کيږي ديک شنبه په ورځ په يوه اعتصاب کي دکار نه کولو پر سر د اعتصاب لپاره سره صلاح سول ،دغه کارکوونکو په داسي حال کي چي په يوه ميدان کي دلمر ترسووزونکو شغلو لاندي ناست وه رسنيو ته يې دخپل اعتصاب يوه سخته پريکړه وبلل ويي ويل چي ترڅو ورته دکور لپاره نمبري ور نه کړه سي نو دفابريکي ماشينونه بۀ چالانده نه کړي
دپنبو ددغه فابريکي يو شمير کارکوونکي چي ددوي په خبره پنځه ويشت کاله سابقه هم لري داعتصاب دپيل پرمهال يي دفابريکي پرريس حاجي محمد شرين خان باندي تور لګوى چي ګواکي دوي ته دنمرو دويش په پروسه کي خنډ جوړوي،دوي تور لګوي چي ريس دفابريکي په هغه مکتوبو نو کي لاس وهي چي له مرکزنه ددو ي دنمرو دويش په خاطرر اغلي وي
دغه کارکوونکي په داسي حال کي تور لګو ي چي ګواکي ريس يي دنمرو دويش په کار کي خنډ جوړوي چي دبست دتصدۍ ريس حاجي شرين خان وايي دمرکز نه راغلي ټول مکتوبونه يي دولايت مقام او ښار والي ته سپارلي دي او په دي اړه کار روان دي چي دفابريکي کارکوونکو ته نمري وويشي،دى ياده سوي ستونزه وړه بولي او يادونه کوي چي داستونزه بۀ هرڅه ژر حل کړي
ديادوني وړه ده چي وړاندي تر دي هم ددې تصدۍ زياتو کارکوونکو اعتصاب ته لاس اچولى وو خو ديوشمير سرچينيو له مخي چي په يو ه جوړجاړي يي بيرته پريښيى ووخو داځل دغه کارکوونکي خبر ورکو ي ترهغه چي دوي ته نمبري ور نه کول سي نو دوي به خپلو دندو ته ور نسي
دباريکي ريس وايي که چيري کارګران خپلو کارونو ته ور نسي نو معاش يي هم چي ددوي دخپل کار له امله دى تصدي ته په لاس ورځي قطع کيږي
داعتصا ب او نمرو غوښتلو پروسي ترهغه ورسته په يو شمير ادارو کي زور اخستي دى چي دهلمند يو شميرمعلمينو څه موده وړاندي دنمرو نه ويش په صورت کي زده کوونکو ته ددرس دنه ورکول اعتصاب کړي وو،خو ددې فابريکي کارکوونکي وايي چي ددوي اعتصاب له هغه سره هيڅ تړاو نه لري او دوي نږدي دوه کاله په دي نوم تير استل کيږي