کور / تازه خبرونه / هلمند : ١٩٩ کورنيو خوراکي مرستي وويشل سوې

هلمند : ١٩٩ کورنيو خوراکي مرستي وويشل سوې

په هلمند کي دجګړه ځپلو ١٩٩کورنيو سره دخوراکي موادو مرسته وسوه

دغه مرسته ددې ولايت دسري مياشتي درياست په مرسته دسره سليب لخوا ورکول کيږي

دهلمند دسري مياشتي درياست له لوري هغه ١٩٩کورنيو ته دمرستي لړى پيل سوه چي په تيرو نږدو وختونوکي دجنګونواو نااراميو له امله خپل کورنو پريښي وي

ياده سوي مرستي هغه کورنيو ته ؛چي دجګړي له امله دنادعلي ناوي او ډيرو نورو سميو نه مرکزلښکرکاته راغلي وي او دم ګړى په لښکرګاه کي ياخو په کرايه کورنو او ياهم په خيمو کي ژوند کوي ورکول کيږي

په دي مرستو کي پنځلس بيلا بيل توکي شامل دي چي دهلمند دسري مياشتي دريس غلا م محمد اسحق زي په خوله ١٥کيلوګرامه غوړې،٧٥کيلوګرامه ورجي،٢٥کيلوګرامه لوبيا ٥کيلوګرامه بوره پټوان کمبلي او يو داشپزخاني مکمل کيټ هم شامل دي

سري مياشتي ريس زياته کړه چي دغه کورني يي تريوې سروې وروسته پيداکړي دي دمرستو دويش پرمهال دنادعلي ولسوالي دخوشال کلي اوسيدونکي حاجي عبدلخالق وايي يوازي پنځلس ورځي به يي دغه مرسته بس سي هغه وايي ددولت نه غواړم چي په سميه کي امنيت ټينګ کړي او ترهغه وخت ورسره پرلپسي مرسته وکړي چي دده په خبره بيکاري ده او نه سي کولي خپل اولاد موړ کړي

ديادوني وړده چي دسرې مياشتي له لوري په دي وروستيو کي دمرستو لړى ګرمه سوي ده چي تيره مياشت هم سري مياشتي دسره سليب له لوري ورکول سوي مرستي څه باندي دري سوه کورنيو ته وويشلي خو دنادعلي او ناوي ولسوالي په خپل سيمو کي دامنيت غوښتونکي دي ترڅو له فقر او بي وزلۍ نه خلاص سي او خپلو کرونداو کليو ته ستانه سي