کور / تازه خبرونه / زابل: دوه تړلي ښوونځي بيرته پرانيستل سول

زابل: دوه تړلي ښوونځي بيرته پرانيستل سول


د افغانستان د پوهني وزارت د هغو هڅو په ترڅ كي چي وايي په روان كي كال به ټول تړل سوي ښوونځي بيرته پرانيزي، نن د زابل په ولايت كي د سلطان ملخي او خان كلي دوه بابه ښوونځي بيرته پرانستل سول.
د پوهني وزارت وياند او د عامه اړيكو رئيس آصف ننګ وايي په دغو دواړو ښوونځيو كي ۴۱۵ ماشومانو په زدكړو بوخت وو، چي د نا امنيو له كبله تړلي وو او د ځايي علماء كرامو او قومي مشرانو په مرسته يې پرانستل.
ښاغلى ننګ وايي په افغانستان كي ۶۷۳ ښوونځي د هيواد په مختلفو سيمو كي تړلي وو، چي له جملې څخه يې په كندهار، هلمند، غزني، خوست، فراه، روزګان، زابل او بادغيس ولايتونو كي تر اوسه ۱۹۷ ښوونځي پرانيستلي دي او د پاته نورو په اړه هم له ځايي مشرانو سره خبري رواني دي.