کور / تازه خبرونه / لغمان: يو بم د مهترلام ښاروال او درې تنه نور ووژل

لغمان: يو بم د مهترلام ښاروال او درې تنه نور ووژل

نن د لسو بجو په شاوخوا کې د لغمان په مرکز مهترلام کې د ښاروالۍ مخې ته يو بم وچاودېد، چې د مهترلام دښاروال په ګډون يې دهغه دوه ساتونکي او يو موټر چلوونکی ووژل. د والي وياند سید احمد صافي په وينا ښايي په دې چاودنه کې نورو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو دوی به نور معلومات وروسته رسنیو ته په واک کې ورکړي. ياده دې وي چې ددغې ننۍ چاودنې پړه لا تر اوسه کومې غاړې پر غاړه نه ده اخيستې.


د توره بوړه جهادي محاذ وياند قاري سجاد لراوبر ته وويل چي ددوی کسانو د ښاروال په موټر کي دننه بم ځای پر ځای کړی و چي پر ټاکل سوي وخت وچاودېد .