کور / تازه خبرونه / د اجمل قصاب د جرم اسناد پاكستان ته لېږل كېږي

د اجمل قصاب د جرم اسناد پاكستان ته لېږل كېږي


هندي مطبوعات د خپل هيواد د امنيتي مقاماتو په حواله خبر وركوي چي د ممبى د تروريستي حملو په تور د نيول سوي پاكستاني تبعه اجمل قصاب د جرم اوپه دې حملو كي د لاس لرلو مهم اسناد يې پاكستان ته لېږلي دي.
راپورونه وايي دغه اسناد يې په نوي ډهلي كي د پاكستان سفارت ته سپارلي دي، چي پكښي له اجمل قصاب سره د ۳۵ شكمنو كسانو نومونه هم شامل دي.
په دې كسانو كي د فهيم انصاري او صباءالدين په نوم د دوو كسانو د نيول كېدو او هندوستان ته د ورسپارلو غوښتنه سوې ده.
اجمل قصاب د هغو بريدونو په تور يوازينى نيول سوى كس دئ، چي د ۲۰۰۸ كال د نومبر په مياشت كي د هند په تر ټولو غټ، ګڼ مېشتي او تجارتي ښار بمبى كي ترسره سول چي نيژدې دوه سوه كسان پكښي مړه او دوه چنده نور پكښي ټپيان سول.
هند هغه وخت د دې حملو مسئوليت د پاكستان پر غاړه واچاوه او دواړه هيوادونه يې له كبله د جنګ تر سرحده سره ورسېدل.