کور / تازه خبرونه / په مېسور کې د افغان زده کوونکو د ټولنې مشر وټاکل شو

په مېسور کې د افغان زده کوونکو د ټولنې مشر وټاکل شو

 


د هند په مېسور ښار کې د افغان زده کوونکو د ټولنې نوی مشر وټاکل شو.
عبدالله چې د دويم کال زده کوونکی دی تر دې وړاندې يې د همدې ټولنې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، نوموړی  د افغان زده کوونکو په خوښه وټاکل شو.
تر اوسه  د دې ټولنې مشر خواجه احمد سامت و، نوموړي له خپلو ملګرو خوښي وښوده او همدارنګه يې عبدالله ته مبارکي وويله.
دا ټولنه د افغان زده کوونکو د هر ډول ستونزو د اوارولو په موخه جوړه شوې ده، ټولنه همدارنګه په مېسور کې د بهرنيو زده کوونکو د ټولنې سره د اړيکو، د خاصو ورځو د لمانځنې، او د افغاني کلتور د ښودنې تر څنګ نويو افغان زده کوونکو ته د لار او ليکې د ښودلو دنده لري.
هغه زده کوونکي چې د نوي تعليمي کال لپاره د هند مېسور ښار ته راځي کولای شي چې د خپلو ستونزو د اواري لپاره په دې شمېره د ټولنې له مشر ښاغلي عبدالله سره اړيکه ټینګه کړي.


0091_9916641871