کور / تازه خبرونه / فراه: امريكايانو په لسګونو ملكي كسان وژلي دي

فراه: امريكايانو په لسګونو ملكي كسان وژلي دي

د فراه ولايتي چارواكو د سې شنبې په ورځ خبر وركړ چي د دغه ولايت په بالابلوك ولسوالي كي په لسګونو ملكي كسان وژل سوي دي.
پېښه تېره ورځ د افغان پوځيانو او طالبانو تر جنګ وروسته رامنځته سوې ده.
چارواكي وايي ايتلافي ځواكونو تېره شپه پر يوه كلي بمباري كړې چي د كوچنيانو، ښځو او سپينږيرو په ګډون يې په لسګونو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فراه د پوليسو مشر وايي پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چي پرون په همدغه سيمه كي د طالبانو او افغان امنيتي ځواكونو ترمنځ په سخت جنګ كي ۲۵ طالبان او درې افغان پوليس ووژل سول.
ايتلافي ځواكونه هم ياده سوې پېښه تائېدوي او وايي په دې بمباريو كي يې طآلبان هم وژلي دي.
د افغانستان مركزي حكومت لا تر اوسه په دې اړه نظر نه دئ څرګند كړى، خو تر دې وړاندي ولسمشر حامد كرزي په سختو الفاظو دغسي وژني غندلې.
خو لوېديځ مطبوعات او تحليل ګران وايي حامد كرزى چي اوس په امريكا كي دئ، له دې بېري د ملكي كسانو پر وژنه پر امريكايانو ځكه نيوكه نسي كولاى، چي په راتلونكو انتخاباتو كي برياليتوب به يې له ماتي سره مخ سي.