کور / تازه خبرونه / ځانمرګي حملې اووه كسان ووژل

ځانمرګي حملې اووه كسان ووژل


د پښتونخوا چارواكي وايي يوه ځانمرګي بريد كوونكي پرون په خيبر ايجنسي كي د شپږو پوليسو په ګډون اووه كسه ووژل.
ځانمرګي خپل ځان د پوليسو پر يوه پوسته باندي پټاو كړى، چي شپږ پوليس يې وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.
د پېښي اووم قرباني يو ماشوم په ګوته سوى چي وايي په دې وخت كي د پوستې څخه تېرېدئ.
په دې حمله كي د پوليسو درې موټران هم له منځه تللي او د سيمه ايزو خلګو په وينا نيژدې كورونو ته يې هم زيان اړولى دئ.