کور / تازه خبرونه / واشنګټن د ايران د نفوذ پر ډېروالي اندېښنه ښودلې

واشنګټن د ايران د نفوذ پر ډېروالي اندېښنه ښودلې

رپوټ: B.B.C پاړسي وېبپاڼه
ژباړن: ارشاد رغاند-نړۍ اونيزه-ننګرهار


د امريکا د بهرنيو چارو وزيره  هيلري کلينټن وايي د پخواني واکمن جورج ډبليو بوش ناکام سياست د چين تر څنګ ايران ته هم په ياده شوې سيمه کې د  نفوذ د ډېروالي لار ورکړې، چې بايد مخه يې ونيول شي.


مېرمن کلينټن وايي د امريکا د پخواني واکمن بوش له ناکام سياسته په ګټې اخېستنې ايراني دولت هم لکه د چين په شان په لاتينه امريکا کې خپل سياسي نفوذ ډېر کړى او دوى پرې سخته اندېښنه لري.

مېرمن کلينټن چې په دې اړه يې د امريکايي دپلوماتانو يوې غونډې ته وينا کوله وويل : (( د بوش دولت هڅه کوله چې  لا تينه امريکا کې پراته خپل دولت ضد هېوادونه له پامه وغورځوي، چې دا کار يې ناسم او په دې ډول يې نورو هېوادونو ته په ياده سيمه کې د سياسي او اقتصادي اړيکو په ډېروالي سره د هغوى د نفوذ ډېروالي ته لاره پرانېستې وه.))

دغه راز امريکايي وزيرې له خپل هېواد سره د سمو اړيکو نه لرونکو دغو هېوادونو سره د مذاکراتو او روغې جوړې پر پروسې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دې هېوادونو سره به د خپلو اړيکو د بيا ښه کولو هڅې ګړندۍ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره دا خبرې په داسې مهال کوي چې په دې وروستيو کې ايراني دولت د لا تينې امريکا د وېنزوېلا، اکوادور او بوليويا هېوادونو سره خپلې اړيکې تر پخوا ډېرې پراخې کړي او په ترڅ کې يې څه موده مخکې د ونزوېلا ولسمشر هوګو چاوېز په يو رسمي سفر تهران ته د تلو ترڅنګ دغه هېواد سره د خپل يو ګډ بانک جوړولو اعلان وکړ.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې د امريکا دفاع وزير رابرت ګېټس هم د لا تينې امريکا هېوادونو سره د ايران پر اړيکو د اندېښنې ښودلو ترڅنګ دا په سيمه کې د ايراني نفوذ د ډېروالي هڅه ګڼلې وه خو ايراني دولت دا تورونه په کلکه رد کړي.