کور / شعر / هغه شهيد هغه زلمی

هغه شهيد هغه زلمی

لکه ګل لکه سپرلی لکه زېړی مازدېګر
هغه شهيدهغه زلمی لکه زېړی مازدېګر
لکه په زېړګلاب شبنم دسباووريږي
په مخ خولې نری نری لکه زېړی مازدېګر
ورېښمېنې څڼې په اوږودنازولي جانان
سپينه خولګی،نېمه موسکی لکه زېړی مازدېګر
لکه اب شوي تېره توره ټوکېدلي برېت يې
څه ځلېدونکی ويال تندی لکه زېړی مازدېګر
مړوکې يې مه شمېرﺉ وبال دی ګورﺉ
وي به تمام عمرژوندی لکه زېړ ی مازدېګر