کور / سياسي / زموږد هیواد ملی ناورین د کوم وخت نه پیل شو .؟

زموږد هیواد ملی ناورین د کوم وخت نه پیل شو .؟

 او پایلي يې کومي دي؟


دریمه برخه.
 


کله چی کارمل قدرت ته ورسیداو شوروی یلغر ګر په حا لاتو مسلط شول.هغوی دح امین دملګرو خونړی تصفیه  په ګوند اودولت کی سرته ورسوله .هغوی یی ترور کړل، اعدام کړل، زندان ته واچول اوجبری مها جرت ته مجبور کړل.  او بیا.هغوی په افغانستان کی دڅو لسیزو په جریان کی دکی،جی،بی، پټ روزل شوی جواسیس دګوند او دولت په رهبری کی کینول.دقدرت په دغه نوی جوړښت کی اسا سی رول هقه کړیو ته ورکړل شوی.چی په افغانستان کی ې دیوه قوم بر ضد دنوروقومونو .


تحریکول.او دهیواد په ورونو قومونوکی دکرکی خپرولو او دهیواد دتجزیی لپاره کار کاوه..تفرقه واچوه او حکومت وکړه.هغه سیا ست وه چی شورویانود هغی لپا ره کار کاوه.


دا دروسی امپراطوری پخوانی سترا  تژی وه چی هغوی د افغانستان لپاره درلوده خو داشغال نه وروسته کله چی شورویانو ولیدل چی دهغوی ګوداګی کارمل دافغا نستان په اړه دخپل نفوذ په اړه هغوی ته درواغ ویلی وه .او دا چی هغه نه یواځی په خلکوکی محبوبیت نه لری بلکی دخلکو کرکه اونفرت دهغه پرضد ورځ په ورځ زیاتیږی.


او دافغانانو ملی قیام دهغه او شوروی اشغال پر ضد قوت اخلی .نو دهغوی سره دا فکر پیدا شو چی کچیری هغوی دماتی سره مخ شی .نوپه دغه حا لت کی هغوی پاید افغانستان په شمال اوجنوب تقسیم کړی.جنوب تخلیه او بمبارد کړی اوشمال د خپل استخباراتی کنترول لاندی وساتی.او دافغانستان په شمال کی په ځان پوری ټړلی ګوندونه دقومی کرکی په اساس جوړ کړی.اونور قومونه .دیوه قوم پر ضد تحریک کړی.


کوم کار چی همدا اوس هم روان دی.شورویان دافغانستان داشغال نه وروسته د پر له پسی ماتی او.دزیاتو کړاونو سره مخ شول .دوی علاوه ددینه چی دخلکو دملی قیام سره مخا مخ وه.په خپله په شوروی کی هم هغوی دخلکو او حاکم ګوند دغړو سخت عکسلعمل سره هم مواجه شول .هغوی د شوروی خلکوته ویلی وه چی افغانستان ته یی دامریکا دامپر یالیزم نه نجات ورکړیدی .او دافغانانوسره یی انتر ناسیو نالستی مرسته کړیده. او افغانان دهغوی نه استقبال کوی.خو دهغوی رسمی درواغ ورځ په ورځ افشا کیدل.ځکه دشوروی عسکرو جنازی هره ورځ روانی وی.


دا حالت ددی باعث شو چی دشوروی دکمونست ګوند په داخل کی اختلافات ریات شی کوند په سیاسی ډلو وویشل شی .اوپه داخل کی ګوندد جدی سیاسی ټکرونو په میدان بدل شی .


.به دغه ګوند کی داخلی مبارزه ددی عامل شو چی دګوند رهبری په کامل ډول تغیر وکړی.او په کال 1985. کی میخایل ګور با چوف دموکرات او اصلاح طلب د چیر ننکوارتجاعی بنیادګر ځای ونیسی .اودشوروی ګوندی او دولتی قدرت په لاس کی واخلی.د ګوربا چوف لومړی کار دافغانستان جګړی ته خاتمه ورکول او دشوروی قواو ایستل وه ځکه


دغی جګړی دشوروی ملا ما ته کړی او اقتصادیی تباه کړی وه ا و همدا رنګه په جګړه کی هغوی زیات انسانی تلفات  ځغملی وه. ګور با چوف – کارمل او دهغه دکار تیم مسکوته ور وغوښت .او هغوی ته یی وویل .چی شوروی اتحاد نور خپلی لښکری دافغانستان نه باسی .ایا تاسی دمستقلی دفاع توان لری .کارمل ددغه وړاندیز سره په کلکه مخالفت کوی. ځکه کارمل دقواو په وتلوسره په قصر کی دشان او شوکت ژوند


عیش او نوش چی ددواړو ملتونو دوینو د بهیدو په قیمت یی په نصیب شوی وه دلاسه ور کاوه.دکارمل همدامخلفت ددی باعث شو چی شورویان دهغه دځای ناستی په باره کی فکر وکړی.اودهغه دلری کولو کار ته شدت ورکړی.هغه وخت دګوند اودولت په رهبری کی داکتر نجیب یواځنی شخصیت وه چی شورویانو په هغه تکیه کولای شوه.نجیب شورویانوته اطمینان ورکړ چی افغان اردو کولای شی په مستقل دول دافغان حاکمیت نه دفاع وکړی..بلاخره نجیب په 1985 کی دکارمل ځای نیسی .دکارمل ډله دهغه برضد تحریکات پیل کوی. نجیب کوشش وکړ ګوند اودولت  او اردوته دسره سازمان ورکړی او هغه تقویه کړی. غیر ګوندیان ددولت په اداره کی شریک کړی هغه دګوند دوهمه کنګره دایروی لویه جرګه جوړوی اوپارلمانی نظام اعلانوی او دمخا لفینو نه غواړی چی دملی مصا لحی پروګرام کی شریک شی. خودا ټول دمخالفینو لخواردیږی ځکه مخالفین مستقل ګوندونه نه وه هغوی هم دپره دو په لاس جوړ شوی استخباراتی ګوندونه وه.دبلی خوا ګاونډیو او روسانو دافغانستان تجزیه او توته توته کیدل غوښتل نه دافغانانو لپاره مستقل هیواد سره لدی چی ظا هرادغو هیوادونو دافغانستان لپاره دیوه مستقل او قوی دولت غوښتنه کوله.خو دپردی شاته بل پروګرام روان وه اوهغه دافغانستان کامله تباهی اواسارت توته توته  کول او دګاونډیو هیوادولخوا استخباراتی اشغال  وه  ګا ونډیو هیوادو هم په شمال او هم په جنوب کی قوی استخبلراتی ډلی درلودی چی داسلامی مجاهدینو په نقاب کی یی ځان پټ کړیوه .په شمال کی شمالی ټلواله په جنوب کی په پاکستان کی جوړ شوی اسلامی تنظیمونه وه چی دافغانستان دکاملی تبا هی لپاره روزل شوی .په وسلو او پیسو سنبال شویوه .چی دملګرو ملتونو پروګرام نا کام .او افغانستان دبی خاونده مال په شان په خپل منځ کی تقسیم کړی. بلاخره .په 1989 دفروری په  15 نیته کی شوروی قواوی دافغانستان نه وځی تول هیوادونه فکر کوی چی نجیب به په دوه یا دری میاشتو کی سقوط وکړی خو دا حکومت په سختو شرایطو کی 4 کا له دوام کوی بلاخره روسان دخپل استخباراتی حاکمیت لپاره دافغانستان دتجزیی پلان جوړوی او بیا . رو سان دنجیب نه غواړی چی دشمالی تلوالی سره قدرت تقسیم کړی چی دی کار په شمال او جنوب باندی دهیواد دتقسیم معنی درلوده. نجیب دا پیشنهاد منی خوهغه نه عملی کوی ځکه هغه دملګرو ملتو پرو ګرام ته متعهد وی.داموضوع ددی باعث کیږی چی روسان دنجیب نه مخ واړوی .او دهغه دځای ناستی په فکر کی شی جمعیت اسلامی او شورای نظار چی دشوروی تجاوز دپیل نه دکی، جی ، بی ،سره پټه رابطه درلوده .خپله رابطه دشوروی سره علنی کوی او ربانی شوروی ته رسمی سفر کوی اوهلته دهغه نه دافغانستان دجمهورریس په حیث استقبال کیږی ځکه په هغه باندی دکمونست ټاپه نه وی مجاهدین په همدی دلیل چوپ پاتی کیږی دا سفر هغه وخت کیږی  چی نجیب برحال جمهورریس وی .دا ځل زوړ ګیدړ کارمل دوباره دنجیب پرضد داستخباراتی جګړی میدان ته داخلیږی اودشما لی تل والی په جوړولو کی دخپل نظامی ګروپ نه ګټه اخلی او دشورای نظار او جمعیت اسلامی .دستمیانود ډلو سره دروسی استخبا راتو په مرسته او امکاناتو دنجیب پر ضد دکودتا آما د  ه ګی نیسی شورای نظار دکا رمل ډلی په مخ داسلام نقاب ږدی هغوی سره همکاری کوی خو دهغو دپروګرام لپاره اصلی مشکل.په ګوند او دو لت کی د خلقیانو موجودیت وی . ددغه مانع دلریکولو لپاره لا زمه لیدل کیږی چی خلقیان دسیاسی قدرت دمرکزی هستی نه لری او تصفیه شی.ددی لباره باید زمینه مساعده شویوای .روسی استخبارات فیصله کوی.چی دنجیب او خلقیانو ترمنځ چی په اردو کی قوی نفوذ لری ټکر ته سازمان ورکړی .هغوی په ډیر مهارت دداکتر نجیب او شهنواز تنی ترمنځ تکر ته سازمان ورکوی ځکه دهری خوا له منځه تګ دبلی خوا په ضعفت  تمامیږی .او ضعیف اړخ  که وغواړی یا ونه غواړی دکارمل ډلی او روسا نوته رجوع کوی او احتیاج دی .په دغه تکرکی چی په 1368    تر سره شو .ګوند اودولت دکارمل او دافغانستان دتجزیی دمخا لفینونه تصفیه شو .او نجیب ددغی کامیابی وروسته ځان دکاملی ماتی سره مخ وینی اودکارمل ددلی په محا صره کی واقع کیږی ..نجیب بیا مجبوریږی چی په ګوند کی دکارمل مخالفین یعنی دامین د وخت دګوند او دولت رهبری چی په  27-12-1979 کی دشوروی په لاس دهیوا داشغال نه وروسته زندان ته اچول شوی وه .  دزندان نه خوشی کړی دح امین په نامه زندانیان په 3 ګرو پونوکی وویشل شول اوبیا په لویو وقفو کی یو په بل پسی  خوشی شول ځه په آخری ګروپ کی په 16- 03-1990 نیټه خوشی شوم .نجیب ددریم ګروپ سره په خبروکی چی ځه هم هلته حاضر وم وویل.چی کارمل تاسی بی موجبه زندان ته واچولی .هغه په افغانستان کی دشوروی یرغل او دټولو حوادثو مسول دی .هغه دافغانانو خوشحالی او سوکالی نشی لیدلی.هغه اوس هم خرابکاری ته دوام ورکوی .او ځمونږ دملی مصالحی پروګرام تخریب لپاره کار کوی.هغه غواړی چی افغانان  تل دجنګ په اور کی وسوځیږی.را ځی چی په شریکه په هیواد کی دملی مصالحی پروګرام عملی کړو.خبرو دوام وکړ.  :  ما هم په خپل نوبت هغه ته و  ویل .چی دملی مصا لحی پروګرام ډیر ښه پروګرام دی او باید عملی شی. اما پداسی حال کی ، چی تول امکانات دګوند او دولت رهبری سیاسی قدرت دکارمل دډلی په لاس کی دی څرنګه کیدای شی چی مونږ په تش لاس دهغه مقا بله وکړو. هغه وویل راځی دیته به مشترک کاروکړو.  هغه وخت دګوند او دولت رهبری عملا دکارمل اوستمیانو په لاس کی وه .دنجیب قدرت صرف ظا هری بڼه درلوده .هغه دداسی سړی حیثیت درلو چی ددشمن په شدیدی محا صری کی دخپل مرګ شپی او ورځی شماری .هغه دامین په موقف کی واقع شویوه چی دشوروی حملی سره په داسی حال کی مخ وه چی نوری نړی هغه دشوروی حملی ته یواځی پری ایخی وه . نجیب هم په کامل ډول پوهیده چی کارمل دهغه نه انتقام اخلی .اما نه په داخل اونه په خارج کی داسی قوت موجود وه چی دهغه نه دفاع وکړی ځکه دشمن دهغه په لاس دهغه ملا ماته کړیوه. په ګوند او دولت کی دخلقیانو موجودیت دکارمل په مقا بل کی  یو توازن را منځ ته کړیوه .چی هغه نجیب ختم کړیوه او نور موجود نه وه .سره لدی چی دنجیب دملی مصالحی پروګرام په مخ روان و او دملګرو ملتو پرو ګرام سره په هم غږی کی وه.خو دکارمل ډله دروسی استخباراتو په امر دنجیب په ضد کودتا اوپه شمال کی دهیواد دتجزیی لپاره درو سانو دپلان دعملی کولو لپاره کار ته شدت ورکړ.


سره لدی چی دروسانو اوبیا دایران داستخباراتو کارپه شریکه روان وه.خو دا کارونه پټ وه .او په ظاهری صحنه کی


کارملی او ستمی جنرالان په شمال کی.په حرکت راغلل . ددی لپاره چی دنجیب دسقوط سیا سی استخباراتی لوبه چی دروسی استخباراتو لخوا دکارمل ددلی په لاس عملی شوه .ښه روښانه شی لازمه ده چی دهغه وخت حا لات شرح شی.


په اکثر دولتونو کی د کا بینی او رسمی ار ګانونو نه علاوه چی ظا هری او تشریفاتی رول لری.دسیاسی قدرت داسی


هسته مو جوده وی چی هر څه دکنترول لاندی لری .د نجیب د سقوط په وخت دقدرت اصلی هسته دکارمل او روسی استخباراتو په واک کی وه.مثلا : محمود بریالی، سلطان علی کشتمند ،فرید مزدک،کاویانی، نور احمد نور، وکیل دخارجه چارو وزیر.فاروق یعقوبی دملی امنیت وزیر چی د نجیب طرفدار وه هغه کودتا چیانوداسی په مرموز ډول وواژه چی تر اوسه دهغه مرګ ځان وژنه بلل کیږی .حال داچی هغه دکودتا دمانع په حیث په مرګ محکوم شویوه.  اودهغه سره جنرال باقی هم ووژل شو خو دهغه مرګ ځکه خودکشی ونه بلل شوه چی عامه ذهنیت ته دهغه مرګ د تبصری وړ نه وه..په نظامیانوکی.جنرال آصف دلاور لوی درستیز،جنرال سید اعظم سعید دګارد قو ماندان،جنرال نبی عظیمی .


دمرکزی قول اوردو قوماندان.جنرال فتاح دهوای او مدافع هوای قواو قوماندان.نورالحق علومی .عبدالحق علومی


جنرال دوستم.جنرال جعفر نادری.جنرال مومن اونور.دا ټول د نجیب پر ضد په دسیسه کی شامل وه.خوظاهرا ټولوغو ښتل چی نجیب ته دا ثا بطه کړی چی هغوی نجیب ته وفاداردی. خو صرف دسیاسی مثایلو په اړه خپل ملحوظات لری .کله چی په شمال کی جنرالان یاغی شول .هغوی نجیب ته ویل چی ته داشرارو سره مصا لحه کوی اوجنرال دوستم او نورو سره چی ستا خپل جنرالان دی مصا لحه نه کوی او ډیر کم امتیاز نشی ورکولای دا واضح خبره وه چی  دشمال جنرا لانوته واک ورکول په داسی حالت کی چی دجمعیت اسلامی .شورای نظار  .او وحدت اسلامی سره یی تعهدات درلودل عملا دنجیب پرضد دکودتا دپیل معنی در لوده.چی دشمال نه کابل ته دراتلو په حا لت کی وه چی دملګرو ملتونو پلان یی خنثی کاوه او روسی کودتا یی کامیا بوله .سره لدی چی نجیب  په دغه کرکجنی لوبی پوهیده خودی مجبوروه چی دخپلو دشمنانو دپلان مطابق د مرګ په لور حرکت وکړی.هغه ټول هغه جریا نات چی دده دسقوط وروسته به واقع شی په وار وار دتلویزیون دلاری خلکوته تشریح کول هغه ویل چی ځموږ ملی حاکمیت به ختم شی دافغانانووینه به دپردو په لاس توییږی هیواد به تباه شی او داسی نور .هغه کوشش وکړ تر څو دکود تاچیانو وجدان راویښ کړی .خوکار مل اونورو کودتا چیانوته صرف شخصی ګټی اودنجیب نه دانتقام اخستل مهم وه هغوی ته ملی ګټی مهمی نه وی.


دکودتا  په وروستنیو مرا حلوکی.هغوی دنجیب سره بله لوبه پیل کړه .کله چی جنرال دوستم او نور یا غی کیدل هغوی حالت داسی راوست چی نجیب نوی تیم د جنرال جمعه اڅک سره مزار ته ولیږی چی ددغو جنرا لانو نه واک واخلی او شمال کنترول کړی .کله چی اڅک ددوستم سره په ټکر کی راځی


شمالی تلواله چی په مخفی ډول دروس او ایران دجا سوسی شبکو لخوا جوړه شویوی دجهادی تنظیمونو سره په همغږی کی  . قوی تبلیغات کوی چی نجیب فاشیست دی اودی دنورو قومونو پرضد خپل را لیږل شوی تیم استعما لوی .دا تبلیغات دومره شدت اخلی چی حتی دوطن ګون په داخل کی دتلوالی په دفاع کی تبلیغاتوته سازمان ور کول کیږی.کودتا چیان نجیب مجبوروی چی جنرال نبی عظیمی دیا غی جنرا لانو سره خبرو لپاره ولیږی .دعظیمی هدف ددوستم.نادری. مومن.دفعا لیتونو تنظیم دی. هغه مزارته په رسیدلو سره .دټلوالی ټول مخالفین بیرته کابل ته لیږی او شمال  دمرکزی دولت دکنترول نه وځی .هغوی نور دنجیب هدایت ته ضورت نه لری .دوستم دکابل او هوای ډګردکنترول لپارقوتونه لیږی.چی دنجیب دخارجیدو مخه ونیسی .وکیل دخارجه چارو وزیر دنجیب پرضد علنی موقف نیسی.دنجیب پر ضد دکودتا دتکمیلیدو په حال کی وی.د توافقاتو په اساس کله چی نجیب استعفاکوی.ملګری ملتونه باید هغه په امن سره دافغانستان نه وباسی.نجیب داستغفا وروسته.هوای ډګرته ځی چی


دملګرو ملتو په الوتکه کی پل هیوادته لاړ شی د 1992 کال داپریل په 16 کله چی هغه دکابل هوای ډګرته رسیږی هلته دملګرو ملتو الوتکه تیاره وی .خومیدان دکودتا چیانو په کنترول کی وی.هغوی جنرال عظیمی دمرکزی قول اردو قوماندان سره تماس نیسی او هغه ددوی دمعطلولو امر ورکوی .نجیب پوهیږی چی نوره لوبه ختمه ده هغه دهوای ډګر نه مستقیم دملګرو ملتونو دفتر ته ځی او هلته سیاسی پناه اخلی.دکارمل کودتا دروسانو او ایران په مرسته کامیا بیږی.  چی بیا هغی ته داسلامی دولت نوم ورکړ شو..


آیا د1371 کال دثور په 8 اسلامی انقلاب کامیاب شو که روسی کودتا.؟


جواب. –  په واقعیت کی دا اسلامی انقلاب نه وه .دا روسی کودتاوه. دا دروسی تزارانو دارمان دعملی کولو لپاره


یوه وسیله وه چی غوښتل ی دافغانستان شمال په کنترول کی ولری.روسانو داځل خپل بری دنورو هیوادونو سره شریک کړ.او دایران نه علاوه هغوی خپل ښکار د باکستان . عربی هیوادونو او نورو سره تقسیم کړ.هغوی مجبور وه چی دا کار وکړی.کچیری هغوی دا کار نه وای کړای. هغوی په دغه دولت باندی داسلامی دولت نوم نشو ایخودلای.


—  دبلی خوا کچیری داپه شوروی یرغلګرو باندی .دمجاهدینو دبری ورځ وی .هغه هم داورځ نده هغه د1989 کال دفروری 15 نیته ده چی پدغه ورځ شوروی قواو دافغان مجاهدینو دقربانی او ملی قیام په نتیجه کی ماته وکړه او دافغانستان نه دهغوی وروستی سرتیری دحیرتانو دبندر دلاری ووت.اوس کچیری دجهاد دبری او افغان شهیدانو ددرناوی ورځ لمانځل کیږی هغه دفروری 15 مه نیټه ده .چی دغه دولت چی ځان ته دمجاهدینو دولت وایی هغه دنظرنه وغورزوله.د مجاهدینو اصلی افتخار دشوروی قواو ماته اود افغانستان نه وتل وه .نه دهغوی دقواو دوتلو نه وروسته.


ددروسانود بیا حاکم کیدلو لپاره دهغوی استخباراتی حاکمیت تامین .چی همد   اوس روان دی. او دهغوی نه علاوه نور هیوادونه هم پکی شامل شویدی او هیواد خپيل واک نلری نوځکه 8 دثور توره او داثارت ورځ ده.نه دافتخار او آزادی.