کور / تازه خبرونه / د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

د اسلامي امارت د طالبانو لخوا د خپرو سوو خبرونو غورچاڼ

طالبانو نن هم د ۲۰۰۹ د می پر ۷مه نېټه له بېلابېلو سيمو څخه د جګړو او
بريدونو خبرونه خپاره کړي دي ، له هغو خبرپاڼو چي د طالبانو مطبوعاتي دفتر يې له
نامعلومه ځايه خپروي د ځينو لنډيز داسي دئ :


طالبان په غزني كي ددولتي كاروان دڅلوروموټرود ويجاړېدودعوه
كوي


دطالبانووياندذبيح الله / مجاهدا دعاكوي چي :نن 07-05-2009) يې  دغزني
ولایت دآب بندولسوالۍد”روبه” په کلي کې د”نصرت” دپيل شويوعملياتوپه لړکې ددولت
پريواكمالاتي كارون په بريد كي دكاروان څلورموترچې دوه اکمالاتي اودوه نوريې
دکاروان دساتونکوعسکروسرف موټروه ويجاړكړي دي  .هغه وايې : په بریدکې ديادشوي
کاروان ساتونکوعسکروته مرګ اوژوبله هم  اوښتي ،خوددقيقې شمیرې په اړه يي
لادمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .


همدارنګه هغه وايې چي : دکونړولايت په اثمارولسوالۍ كي يې دخارجي عسکروپربيس
باندې د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې ددرنووسلو بريدترسره كړى دى ,چي له امله يې
ديادشوى مركز ودانۍ ته سخت زيان اړولی دى,خوپه ودانۍ کې ميشتوخارجي عسکروته
دورپيښوځاني تلفاتوپه اړه لادمګړۍ معلومات نه دي ترلاسه شوي .


دغه رازهغه وايې چي  دخوست ښارد”لکڼو”په اړونده سیمه كي يو لاری موټرچې
دامریکايي عسکرومرکز ته يي شګه وړل په يوه ځمکني ماين و الوزول شو .


.دهغه په وينا چې دطالبانوله خواټولوهغو باروړونکواکمالاتي موټرچلونکوته څوځله
مخکي خبردارى ورکول شوی وو,چې دامریکايي عسکرومرکزونوته پرټولوغزيدلولاريوماينونه
ښخی کړای شوي دي .


ګردېز: اووه لس تنه پوليس اوشپږ تنه بهرني روزونكي يې وژل
شوي دي


رسنيودطالبانوله قوله ليكلي چي تېره شپه ۶ می ۲۰۰۹ دپکتياولايت په مرکز
ګرديزښارکې يې د”نصرت” دپیل شويوعملياتوپه لړکې دپوليسوپراکاډمۍپه بريد كي داکاډمۍ
درويشت تنوپوليسواودهغوى استادانوته مرګ اوژوبله اړولې ده ، دراپورله مخې په
بریدکې اولس۱۷ تنه پوليس اوشپږ۶ تنه هغه امریکايان چې دوی ته عسکري درس ورکاوه ،
وژل شوي اوګڼ شمیرنوريي ژوبل شوي هم دي .


.ديادوني وړده چې داپه خپل ډول کې دنصرت دپیل شويوعملياتودپیل راهيسې ترټولودرنه
مرګ اوژوبله ده چې دطالبانوله خواددې ولايت په اړوندوسيموکې دولت اوبهرنيوځواكونوته
وراوړي ، د دې پېښي په اړه تر اوسه دولت يا بهرنيو چارواکو خپل نظر نه دی څرګند کړی
.


 طالبان : دخلبيسات پركمپاين موراكيټونه توغولي
دي
 


دطالبانوله لوري لراوبرويبپاڼي ته په راليږل شوي خبركي راغلي چي  نن ۷ می
۲۰۰۹دخوست ولايت دصبريوولسوالۍد”خلبيسات “دکمپاین پرودانۍ د”نصرت” دپيل
شويوعملياتوپه لړکې ګڼ شمیرراکيټونه اوتوغندي وتوغول شول . د طالبانو ددې ادعا په
اړه هم ايتلاف تر اوسه څه نه دي ويلي . 


كندهار : طالبانودسرحدي پوليسويورينجر موټر الوزولى
دى


طالب وياند قاري / یوسف احمدي درسنيوسره په خبروكي ويلي چي :تېره شپه  ۶ می
۲۰۰۹ يې  دکندهارولايت دښوراوک ولسوالۍد”سپيني خولې “په اړونده سيمه کې دسرحدي
پوليسو يورينجرموټرپه ځمکني ماين الوزولى دى اوپكښي  سپاره   ۷ تنه
عسکريې دقوماندان( مسعود)په شمول ځای پرځای ووژلي دي . د يادوني وړ ده چي د
افغانستان له ليري پرتو ولسواليو او کليو ته په غځېدلو لارو کي د دغسي بريدونو دقيق
معلومات رسنيو ته نه رسيږي ، په جګړه کي ښکېلې ټولي خواوي هڅه کوي د خپل لوري زيان
کم او د مقابل طرف هغه زيات وښيي .


پكتيكا : طالبانودپنځوتنوپوليسودوژلو خبر وركړ


طالبان دعوه كوي چي نن  ۷ می ۲۰۰۹ يې  دپکتيکاولايت ديحی
خيلوولسوالۍمرکز ته نژدې د پنځه تنه پوليس په داسي حال کې ووژل چې کله ددوی پلي
ګزمه تريوه بريدلاندې راغله .


بادغيس : دطالبانوپه بريد كي لس تنه پوليس مړه اوټپيان
شول


دباوري سرچينوپه حواله نن پنجشنبه ۷ می ۲۰۰۹  طالبانودبادغيس ولايت
دبالامرغاب ولسوالۍپرمرکز د دسپکواودرنووسلوپه بريد كي .شپږ(6)تنه پوليس وژلي او ۴
تنه نوريې ژوبل كړي  هم دي .په بريدکې چې څه ناڅه يونيم ساعت يي دوام وکړ ،دوه
تنه طالبان هم ژوبل شوي دي .


زابل :دماين په چاودنه كي  دپوليسو يوموټر ويجاړ شوى
دى


طالب ويندوي قاري / يوسف احمدي لراوبرته په راليږلې خبر پاڼه كي  ادعاكوي
چي : نن پنجشنبه ۷ می ۲۰۰۹  يې  د زابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍدخارجوی په
سیمه کې ديوې چاودني په ترڅ کې دپوليسو يورينجرموټرويجاړ كړ ,په داسي حال کې چې کله
دپوليسو کاروان دکندهار- کابل پرلويه لاره دتيريدوپه حال کې وو.دغه راز هغه ويې په
چاودنه کې دپوليسو موټرويجاړاوپکښې سپاره پوليس يي ټول  ووژل شول .


هلمند: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله واړوله


نن پنجشنبه ماپښين ۷ می ۲۰۰۹  د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د نړيوالو
ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بريد ترسره سو ،.


دولت وايي چي د ۲ پوليسو په ګډون ۳۶ کسان ژوبل سوي  او ۱۲ کسان وژل
سوي دي .چارواکي وايي چي بريد کوونکی پر موټر سايکل سپور و چي د بهرنيو
ځواکونو کاروان ته نژدې يې په ځان پوري چاوديدونکي توکي وچول ، ددې بريد
پړه پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو د نن ورځي په خپرو سوو خبرونو کي ددې بريد په
اړه جزيات نه دي خپاره کړي . تر دې دمه د بهرنيو ځواکونو دمرګ ژوبلي په اړه هم
معلومات نه دي ترلاسه سوي .