کور / شعر / خوب

خوب

غواړمه ادې اوبه په لپه کې
ګرانې دچېنې اوبه په لپه کې


اوړی دی ګرمي ده جل وهلۍ يم
راکړه جار ساړې اوبه په لپه کې


تږی يم مورجانې دومره تږی يم
هرڅه وينم شنې اوبه په لپه کې


اه ادکې!چېرته يې راويښ شومه
خوب کې مې لېدې اوبه په لپه کې


خدايه ژوندی بخت دې رانه واخيستو
توی مې شوې نږدې اوبه په لپه کې