کور / شعر / د پاکي ميني جام

د پاکي ميني جام

زړه راته وايې چه مین يمه ارا م غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم


ښه دی چې ډوب شم په نشه کښې هميشه ددلبر
خدای دې زماپه قسمت وکړې کوڅه ددلبر


خوښ به شم هلته چه سر کښېږدم پر اوږه ددلبر
دخدايه وصل دخپل يار سهار ماښام غواړم
 
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
بېتابه پروت يم په خيالو کښي د خپل يار هميشه


فکر مې ورک وي په يادو کښي ددلدار هميشه
ديدن ته راشي په خوبو کښې زما نګار هميشه


داشنا مينه مي په ژوند کښې تل مدام غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم


دعشق پرلاره باندې ځم ګوندې جانان ووينم
يا چي دیارولور ته ځي هغه کاروان ووينم


پروامې نشته که دژوند په کښې تاوان ووينم
خپل د سلام په جواب زه ديار سلام غواړم
 
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم
خبر يم مینه رسوايې ده خوپروا نه لرې


غريب هغه دی چه هر څه لرې اشنا نه لرې
افسوزپر هغو چې هيڅ مينه او وفا نه لرې


(سيده ) تا په بې وفا وو کښې ناکام غواړم
دپاکې ميني د شرابو يو ډک جام غواړم