کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پاې او د کاندیدانو د شمیر زیاتوالي ته په اشارې لیکلي دي چې له دوه څلویښتو کسانو نه زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې یو شمیر دغه کاندیدان سر له اوسه د معاملو په لته کې دي څو یو څه ترلاسه کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو په خلاف د مبارزې مسله راغستې او په دغه هیواد کې وروستیو پیښو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ایا په رښتیا هم پاکستان د ططالبانو په خلاف په مبارزه کې جدي دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره څلور څلویښتو کسانو ځانونه کاندید کړې او ددوې انځورونه يې هم خپاره کړیدي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان او امریکا د مشرانو ترمنځ په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ترورزم په وړاندې روانه مبارزه څیړلې ده.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د عامه خلکو په مرګ ژوبلې په ژوره توګه اندیښمن دي او په ټول وس سره هڅه کوي چې د دغه راز بیښو د تکراریدو مخه ونیسي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کتنه کړې او له دوه څلویښتو څخه د زیاتو کسانو کاندیدیدو ته په اشارې لیکلي دي چې افغان ولس یو ځلې بیا د خپل برخه لیک د ټاکلو په درشل کې دې او پکار ده چې پدې برخه کې په دقت سره عمل وکړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې وروستۍ بیښې ته په اشارې ولس مشر کرزي ته په خطاب کې لیکلي دي چې اوبه له ورخه اوښتي دي خو د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هیڅ کار ندې شوې.

ورځپاڼې په عینې حال کې د طالبانو دا خبردارې هم راغستې دې چې د افغانانو د عقایدو د اړولو هڅې به ناسمې پایلې له ځانه سره ولري.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا ددفاع د وزیر د څرګندونو ځینې برخې راغستي چې ویلي دي افغانستان ددوې په لومړیتوبونو کې ځاې لري او په روان کال کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې پیښې په سلو کې څلویښت کمې شویدي.

ورځپاڼې د عامه خلکو د مرګ ژوبیلې په اړه په یو جلا انتقادي مطلب کې بیا لیکلي دي چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې یو سل او اووه څلویښت کسه وژل شویدي.

ورځپاڼې په افغان ټولنه کې د سیاسي ګوندونو د رول په اړه هم یو مطلب خپور کړې او هغه يې مهم بللې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځباڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات حیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو پخ خلاف روانې مبارزې ته په اشارې لیکلي دي چې ددغه هیواد حکومت پوځ ته امر کړې چې د تندلارو مرکزونه تصفیه کړي.

خو اصلاح بیا د واشنګټن په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر له دې غونډې نه هغه څه لاس ته راوړل چې افغانانو يې تمه درلودله.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې راتلونکو انتخاباتو ته د ولس مشر کرزي د کاندیدیدو او د هغه د لومړي مرستیال په توګه د مارشال فهیم تاکنې ته په اشارې لیکلي دي چې د قدرت کشمکش له دې ځایه پیل شوې دې.

ورځپاڼې د امریکا د جمهور رئیس په حواله په یو مطلب کې لیکليدي چې په فراه ولایت کې د عامه خلکو د وروستۍ مرګ ژوبلې له امله بښنه غواړي.