video " /> video " /> video " /> video " /> د امريکا ۱،۹ ميليونه اضافي مرسته او د سوات عمليات   – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / د امريکا ۱،۹ ميليونه اضافي مرسته او د سوات عمليات  video video

د امريکا ۱،۹ ميليونه اضافي مرسته او د سوات عمليات  video video

د پاكستان جيو تلويزيون همدا نن  (09-05-2009) خبر وركړ چې د امريكا كانګرس له پاكستان سره يو اعشاريه نهه ميليونه ډالرو مرسته منظور كړه.


دا خبره په امريكا كې پاكستاني سفير حسين حقاني د جمعي په ورځ يوې خبري غونډې ته وكړه. حقاني وويل چې له دې مرستو معلوميږي چې امريكا غواړي له پاكستان سره اړيكې لاټينګې كړي.


د امريكا حكومت او د ثنا مجلس دمخه ويلي وو چي له پاكستان سره بايد مالي مرستي په دې شرط ډېري شي چي حكومت او پوځ يې د طالبانو پر خلاف په عملياتو كي پراخه ونډه واخلي.


پاكستاني پوځ له تيرو لسو ورځو راهيسي په سوات كي د مولانا صوفي محمد له طالبانو سره سختي جګړي پيل كړي چي تر اوسه يې له امله ۳۰۰ كسان وژل شوي او په لكونو اوسېدونكي بېځايه شوي دي .


د وروستيو راپورونو له مخي پاکستاني پوځ نن (10-05-2009)  په سيمه کښي تر سختو عملياتو وروسته په سيمه کښي بند او پاتي ولسي وګړو ته ۷ ساعته وخت ورکړئ دئ چي بايد د سهار د شپږو بجو څخه دغرمې تر يوې بجې  ( 6:00am _ 1:00 pm ) په دننه کښي د سيمي څخه ووزي .


د مهاجرينو نړيوالي ادارې په سيمه کښي د يو مېليون ولسي وګړو د بېځايه کېدو خبر ورکړئ دئ، پداسي حال کښي چي پاکستانی حکومت د زرګونو بې ځايه سويوکورنيو د نژدې خوندي سيمو ته د ترانسپورت  او نورو اسانتياو هيڅ ظرفيت نه لري .


پاکستاني پوځ تر اوسه د خپلو لسو سرتيرو د زخمي کېدو او د مقابل طرف څخه  د ۲۶ وسله والو د مرګژوبلي او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړئ دئ .


 د سوات وېډيو :



د


د سوات انځورونه :