کور / شعر / هلمنده

هلمنده

آی هلمنده  مست هلمنده پر تا ویاړمه ترژونده
ته مو نښه د ژوندون  يي  له آونۍ  ترکمال  بنده
ته دبست کلا واکمن  یي منډیګک سستان تر زنده
ته لوي باب دسترتاریخ یی ته  خبر د ژوند له خونده
ته زمونږ دننګ شمله يي آي زمونږ په درد دردمنده
خو هلمنده مست هلمنده نن  پارچاو ده زمونږ ژرنده
ستا څلور لوروته اور دئ  ژوند وتلئ دئ له خونده
سره اوتور،زورازمائیل کړي لار ه هر لوري ته بنده
څوک چې تا څوځل مات کړي بیا راغلي دي بې خونده
ستا  بچي سره  یو نه  دي  دنفاق ده جوړه کنده
نوهلمنده  مست  هلمنده مونږه یو کړه عزتمنده
په څپو شه په غوزنګ شه له کونړه تر غوربنده
په امو اباسین  غږ  کړه چې دوښمن کړي کلا بنده
پښتون پا څوه چې ویښ شي چغه وکړه  ترمیونده
د ا پیغام د خدمتګار د ئ هلمند وا لو ته له پنده
دهلمند دلرغوني سیند ویاړلي مشاعرې ته
 محمد یوسف خدمتګار مزدورزوې ناروې