کور / سياسي / د افغانستان اوسنی بحران او د حل لاري (۲)

د افغانستان اوسنی بحران او د حل لاري (۲)

ب- بهرني فکتورنه

 له بده مرغه نه يوازي په تېرو ۳۱ کلنوکي، بلکي دهغه نه مخکي هم زموږ درو چم ګاونډيانو هڅه کړي، چي په افغانستان کي حالات داسي کړکېچن کړي، ترڅووکړای سي دهغوی نه دخپلوهيوادونو لپاره ګټه پورته کړي .

پاکستان ددې نه وېره لري، چي که چېري په افغانستان کي سوله او ټيکاو راسي او افغانستان داقتصادي لحاظه پر مختګ وکړي، نو دابه دډيورنډ دکرښي هاخوا پښتانه او بلوڅ دې ته وهڅوي، چي دخپل خوداراديت حق غوښتنه وکړي . ځکه نو آن دقمار په بيه دافغانستان دناارامه کولو لپاره هلي ځلي کوي .

دبله پلوه پاکستان دهند سره، چي ډېر لوی اټمي او اقتصادي طاقت دی، ډېري ستونزي لري اوهر وخت ددې نه اندېښنه لري، چي دهند دګواښ په وړاندي نسي درېدلای . ځکه نو دستراتېژيک عمق دپاليسيو پر بنسټ، غواړي په افغانستان کي دجګړې اور بل وساتي، تر څو امريکايان په افغانستان کي ستړي سي او دافغانستان نه وتلو ته اړسي اودوی به تيار طالبان ورته لري، چي يو وار بيا به ددوی په مرسته وکولای سي په افغانستان کي خپل واک ټينګ کړي، چي په دې صورت کي به پاکستان دجبهې شاته امنه ساحه او همداراز وړيا جنګيالي ولري .ځکه نو دنړی والي ټولني سره دوه مخی سياست مخ ته بيايي او له يوې خوا په اصطلاح دټروريزم خلاف په مبارزه کي دګډون په خاطر دامريکا دمتحدو ايالتونو او دناټو دنورو غړو هيوادونونه ډېري پيسې اومرستي تر لاسه کوي او له بله پلوه بيا دطالبانو سره، چي دامريکا او نړی والي ټولني لخوا لاتر اوسه پوري هم دټروريز م جز بلل کېږي، روزنيزي، ستراتېژيکي او آن استخباراتي مرستي کوي .

خو اوس ددې جګړې قربانيان يوازي دافغانانو بچيان نه ، بلکي دنړی د ۳۷ هيوادونو سرتېري هم په دې جګړه کي وژل کېږي او دهغوی ويني دافغانانو په شان بې ارزښته نه دي، چي هر څوک ئې توی کړي او په مقابل کي ئې ځواب ونه وايي . اوس به پاکستان ددې خورا لويه بيه ورکوي . زه په دې باور يم چي پاکستان داځلي دا قمار نسي ګټلای او خپل سر به پکښي بايلي . هغه دجهاني صاحب شعر مي راپياد سو چي وايي :

په موج خېز دهيبت راغلې دفلک سېلابي کرږي

زموږ کښتۍ ئې ډوبوله ، خپل درياب ئې توپاني سو

دوی خو اصلاً زموږ دکښتۍ په ډوبولو پسې را اخستې وه، خو اوس ئې خپل درياب داسي توپاني سوی دی، چي ددوی خپل موجوديت ئې هم تر پوښتني لاندي راوستلی دی .

اېران بل هغه هيواد دی، چي زما له نظره دافغانستان په وړاندي له پاکستان نه هم ډېر ورانونکي فعاليتونه تر سره کوي .

ايران نژدې له ۲۰۰ کالوراپدېخوا په افغانستان کي دکلتوري ښکېلاک خونړی منګولي لګولي دي او زموږ ددوؤ پېړيو جکړو او ورانيو اصلي عامل هم همدغه هيواد دی .

ايران هم په جدي توګه غواړي امريکا، ناټو او نړی واله ټولنه له افغانستان نه وتلو ته اړ کړي . ايران هم دپاکستان په شان، نه غواړي چي افغانستان په اقتصادي او پوځی لحاظ پر مخ تللی او پر خپلو پښو ولاړ هيواد سي او ايران هم په دې ډېر ښه پوهېږي، چي که نړی واله ټولنه دافغانستان سره ملګرتيا وکړي، نو افغانستان به هرو مرو پر خپلو پښو ولاړ او په اقتصادي او تخنيکي لحاظ پر مخ تللی هيواد جوړسي، چي په داسي حالت کي نو بيا ايران نسي کولای په افغانستان کي خپل نفوذ او کلتوري ښکېلاک ته دوام ورکړي .

دبله پلوه ايران وېره لري، که افغانستان پر مختګ کوي او دنړی والي ټولني په مرسته په اقتصادي، تخنيکي، ټولنيزاو سياسي لحاظ وده وکړي،نو بيا خو دايران خلګ هم دې ته تمايل مومي، چي بايد دنړی والي ټولنی سره همکاري او ملګرتيا وکړي او دا کار ددې سبب کېدای سي، چي دايران داخوندي رژيم راتلونکی په خطر کي سي . په دې خاطر هم په افغانستان کي دنړی والي ټولني له شتون سره مخالف دي .

دغه راز ايران نژدې د ۳۰ کلنو راهيسي دامريکا دمتحدو ايالتونو سره ډېري خرابي اړيکي لري او دايران داټمي هڅونو پر سر ئې نه يوازي دامريکا، بلکي دټولي لوېديځي نړی سره اړيکي لا ډېري خرابي سوي دي . ځکه نو ايران په خپل ګاونډ کي ددغه ډول هيوادونو شتون دځان لپاره خطر ګڼي .

که څه هم افغان حکومت په وار وار ايراني اودنورو ګاونډيو هيوادونوچارواکو ته ډاډ ورکړي دی، چي دافغانستان له خاوري به دبل هيڅ هيواد په وړاندي خصمانه عمل نه کېږي، خو ايران پر دې ډاډ ګيرونو باور نه لري او داسي انګېري، چي دنړی والي ټولني شتون په افغانستان کي دايران دګټو لپاره لوی خطر دی .

ځکه نو له يوې خوا خپل پخواني دښمن يعني طالبانو ته پوځي، روزنيزي، مالي او لوژيستيکي مرستي ورکوي اوله بلي خوا دافغانستان په دننه کي ئې، دځينو کړيو اوډلو له لاري ئې چي په افغان حکومت کي لوړي څوکۍ هم لري،داسي نفوذ کړی دی، چي داړتيا په وخت کي کولای سي افغانستان تر فشار لاندی راولي .

خو ما ته دحيرانتيا وړ داده، چي طالبان دخپلو ټولو مذهبي او سياسي اختلافونو سره سره بيا هم دايران نه دا مرستي اخلي او دافغانانو پر ضد ئې کاروي او پوښتنه نه ورسره مطرح کېږي چي ولي مي دا غليم هيواد دوست سو ؟

روسيه هم يو له هغو هيوادونو نه دي، چي دافغانستان سره دګاونډيتوب له امله ئې تل دتاريخ په اوږدو کي دافغانستان په سياسي کړيو او پوځي – استخباراتي اُرګانونو کي دنفوذ له لاري، زموږ په کورنيو چارو کي لاس وهني کړي دي . هرکله چي افغانستان ددې لپاره هلي ځلي پيل کړي دي، چي دلوېديځو هيوادونو سره خپلي اړيکي ښې او تودې کړي، نو روسانو دبېلابېلو لارو اودافغانستان په دننه کي دخپل نفوذ او اجنټانو په واسطه ددغو اړيکو اوهمکاريو په وړاندي توطئې جوړي کړي دي او په دې هم بريالي سوي دي، چي هغه بيرته خرابي کړي .

خو دشلمي پېړی په ۸۰ يمه او ۹۰ يمه لسيزو کي شوروي اتحاد نه يوازي دډېرو جدي اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخامخ سو،بلکي پر ۱۵ برخو هم ووېشل سو . روسيه دپخواني شوري اتحاد ځای ناستې سوه او دشوروی اتحاد ټول پرابلمونه، پورونه او شتمنۍ ئې هم په ميراث يوړې . دروسيې دغه وران ويجاړ حالت د شلمي پېړی تر وروستيو پوري دوام پيدا کړ .

ځکه ئې نو په ۲۰۰۱ کال دطالبانو درژيم دراپرزولو په وخت کي په څو موخو دامريکا دبريد نه ملاتړ وکړ .

له يوه پلوه دطالبانو رژيم،چي يو بنسټ پاله اسلامي نظام وه، دمنځنۍ اسيا دهيوادونو او دروسيې په دننه کي دمسلمانو جمهوريتونو لپاره يو ګواښ ګڼل کېده او آن دطالبانو رژيم په نړۍ کي يوازنۍ حکومت وه، چي دچيچين دياغي حکومت سره ئې علني رسمي اړيکي لرلې، چي دروسيې لپاره دزغم وړ نه وه .

دبله پلوه روسي سياسي او پوځي کارپوهان په دې باور وه، چي امريکا او ناټو به په افغانستان کي دماتي سره مخامخ سي او په هم هغه افغانستان کي به دامريکايانو نه، دپخواني شوروی اتحاد دماتي او ټوټه کېدو غچ واخلي .

له بله پلوه روسيه هم دپاکستان اوايران غوندي په افغانستان کي دډېر پخوا وختونو نه دخپلو اجنټانو له لاري ډېر نفوذ او دفشار وسايل لري چي زما له نظره دروسيې استخباراتي نفوذ دپاکستان نه هم دافغانستان لپاره خطرناکه دی .

روسيه هم دطالبانو سره په دې خاطر پوځي او استخباراتي مرستي کوي، چي دافغانستان حالات بحراني او امريکا او ناټو په افغانستان کي ناکامه کړي . په دې برخه کي دشمالي ټلوالي دتنظيمونو او نورو اجنټانو نه کار اخلي .

دروسيې، ايران او پاکستان واکمني کړۍ په دې ډېر ښه پوهېږي، چي په افغانستان کي هيڅ حکومت دپښتنو دملاتړ نه پرته واکمنۍ ته دوام نسي ورکولای . دوی پوهېږي، چي که غواړې يو حکومت کمزوری کړې، نودخپلو عمالو او اجنټانو په واسطه دهغه حکومت په لاس داسي اقدامات اوتوطئې وکړي، چي پښتانه نه يوازي دهمهغه حکومت دملاتړ نه لاس واخلي، بلکي په وړاندي ئې راپورته هم سي اوبالاخره پايله به ئې داوي، چي هر وخت دوی وغواړي وبه کړای سي دغه حکومت را وپرزوي .

دبېلګي په توګه يوازي په شلمه پېړۍ کي دشاه امان الله خان ، سردار محمد داود خان او ډاکټر نجيب الله سره هم عين ډول چلند وسو. لومړی ئې دپښتنو ملاتړ ترې واخست او بيا ئې په ډېره اسانۍ سره هغوی راوپرزول .

دغه ته ورته پېښي زموږ په تاريخ کي پخوا هم په وار وار تکرار سوي دي، خو له بده مرغه دهغو نه دعبرت درسونه نه دي اخستل سوي، چي علت ئې شايد داوي، چي هيڅ چا ددې جرئت نه دی کړی، په څرګنده ډول دا ستونزي مطرح کړي .

زموږ درې ګاونډي هيوادونه يعني اېران، پاکستان او روسيه په نوروبرخو کي داختلافاتو سره سره دافغانستان په هکله په لاندي برخو کي سره يوه خوله دي او داسي ښکاري، لکه دوی، چي په دغو برخو کي خپلي پاليسي سره همږغي کړي وي .

۱-درې واړه غواړي بهرني پوځونه له افغانستان نه ووزي، ترڅو دوی درې واړو ته دلاس وهنو شرايط برابر سي او په افغانستان کي دجګړې اور تود وساتي . خو دبهرنيو پوځونو دشتون په صورت کي دوی ته دا امکانات نسته، چي داوږدې مودې لپاره اوپه آزاد لاس په افغانستان کي لاسوهني او لمسوني وکړي او دزور ور غبرګون سره مخامخ نه سي .

۲-دوی درې واړه نه غواړي افغانستان داقتصادي او تخنيکي لحاظه پر مخ تللی هيواد سي او که افغانستان دهره اړخه پرمختګ وکړي بيا نو ددوی دلاسوهنو او لمسونو لپاره شرايط له مېنځه ځی او يا لږ تر لږه بېخي ډېر ستونزمن کېږي . دنړی والي ټولني سره دافغانستان همکاري دغه ډول پرمختګ تضمينوي، چي په نورو هيوادونو کي ئې موږ ښه بېلګي لرو، لکه جنوبي کوريا، ټايوان، ترکيه او تر دوهمي نړی والي جګړې وروسته لوېديځه اروپا او دمارشال پلان تطبق .

۳-درې واړه دپښتنو سره دښمني لري .

روسان په افغانستان کي دخپلي ماتي اصلي عاملين هم پښتانه ګڼي او وايي چي پر افغانستان دپوځي تېري او اشغال په وخت کي دوی په غير پښتني سيمو کي دومره ستونزي نه لرلې، او کولای ئې سول دهغوی سره پټو او ښکاره توافقاتو ته هم ورسېږي، خو ددوی داهدافو په وړاندي تر ټولو لوی خنډ پښتني سيمي او پښتانه وه، ځکه ئې نو د پښتنو سره دښمني ده . روسانو په خپلو خپرونو کي پښتنو ته هرکله ډېر توهين او سپکاوی کړی دی او آن دشوروي داشغال په کلنوکي ئې هم پښتانه دوحشيانو په نوم نومولي اوس ئې هم لوړپوړي چارواکي په بربنډه وايي چي موږ په افغانستان کي دشمالي ( افغان دښمنه ) ټلوالي او تاجکانو ملاتړ کوؤ ( بېلګه ئې دالکساندر لېبيد، پوتين او نورو ويناوي دي )، دروسي چارواکو دغه ډول څرګندونی ټولو ته مالومي دي ځکه نوتکرار ته ئې اړتيا نسته .

تېر تاريخ ته په کتو سره، اېرانيانو هم هيڅکله دپښتنو سره خپله دښمني نه ده پټه کړې او دروسانو غوندي ئې نور قومونه هم دپښتنو په خلاف لمسولي دي، تر څو په افغانستان کي دامتيازونو دلاس ته راوړلو په موخه، پر افغان حکومتونو دفشار وسايل ولري او ددې نه وېره لري، چي بل ميرويس نېکه او احمد شاه بابا راپيدا نسي .

۴-ددرې واړو هيوادونو په ګټه ده، چي امريکا او ناټو په افغانستان کي ناکامه سي .

روسان له يوې خوا غواړي دامريکا او ناټو نه دپخواني شوروي اتحاد دناکامۍ او ټوټه ټوټه کېدو غچ واخلي او په دې باور دي، چي په افغانستان کي هرکله امپراطورياني رڼګي سوي دي، نو ناټو او امريکا به هم، چي اوس په نړۍ کي يوازنۍ زبرځواک دی، په افغانستان کي ناکامه او ټوټه ټوټه سي . دا دپوتين او مېدوېدوف دواکمنۍ تر ټولو ستره هيله ده .

دبله پلوه روسيه اوس بيا په سرکي د زبرځواکۍ خيالونه را ژوندي کوي، نو که امريکا دړي وړي سي، په دې صورت کي روسيه عملي چانس پيداکوي، چي خپلو دغه هيلو او خيالونو ته ورسېږي، ځکه چي په پوځي لحاظ دامريکا دمتحدو ايالتونو نه پرته دنړی بل هيواد دروسيه دفدارتيف جمهوريت سره سيالي نسي کولای . که چېري موږ دافغانستان او روسيې داړيکو تېر تاريخ ته نظرواچوؤ نو دا پايلي ته رسېږو، چي يوځل بيا دروسيې زبرځواک کېدل دافغانستان په ګټه نه دی .

ايران به هم په افغانستان کي دامريکا او ناټو هيوادونو په ماتي سره دهغه فشار نه خلاص سي، چي اوس ئې داټمي تلاښونو پر سر دنوموړو هيوادونو سره لري او عملاً به وکړای سي داټمي وسلو لرونکو هيوادونو په قطار کي راسي، چي داکار په نړی واله کچه ديوه هيواد حيثيت او پرسټېژ ډېر لوړوي . ځکه نو اېران هم آن دقمار په بيه تيار دی، چي خپل اټمي پروګرام ته دوام ورکړي . که چېري امريکا اوناټو په افغانستان کي ناکامه سي ددوی دا هيله عملي بڼه پيدا کولای سي . خو دا چي دافغانستان په ګاونډ کي يو بل اټمي هيواد را مېنځ ته سي دا دافغانستان دملي ګټو په خلاف دي او هغه هم بيا داسي يو هيواد، چي دتاريخ په اوږدو کي ئې هرکله موږ ته ډېري ستونزي جوړي کړي دي او اټمي وسلو ته په لاس رسي سره به زموږ ستونزي له هره اړخه ډېري سي . ځکه نو دا دافغانستان په ګټه ده، چي نه يوازي ايران بايد اټمي وسلو ته لاس رسی پيدا نه کړي، بلکي نور ګاونډيان مو که هم د اټمي وسلو نه پاک کړل سي زموږ به ډېر په ګټه وي . خو موږ خپله ددې وس نه لرو، چي ددغه کار مخه ونيسو . يوازي ستر هيوادونه چی نن د افغانستان سره ستراتېژکي همکاری لري کولای سي دايران داټمي کېدو مخه ونيسي . غواړم يو ځل بيا په ټينګار ووايم، چي اټمي وسلو ته داېران لاس رسی زموږ دملي ګټو په خلاف دی او په هرشکل چي وي بايد اټمي وسلو ته داېران دلاس رسي مخنيوی وسي، که نه نو دا به افغانستان ته په لويه بيه تمام سي .

له بله پلوه اېران په افغانستان کي دامريکا دمتحدو ايالتونو دشتون نه اندېښنه لري او دا دځان لپاره يو خطر ګڼي . ځکه نو دابه داېران لپاره يوه ډېره ستره لاسته راوړنه او نېکمرغي وي، که وکړای سي امريکا او ناټو په افغانستان کي ناکامه کړي .

پاکستان د ۲۰۰۲ کال نه مخکي دامريکا دمتحدو ايالتونو او ناټو لپاره تر ټولو باوري او ستراتېژيک ملګری هيواد وه او پاکستان له همدې درکه له امريکا او ناټو نه ډېري مالي او تخنيکي مرستي او ملاتړ تر لاسه کاوه . خو دافغانستان سره دامريکا دمتحدوايالتونو او ناټو ستراتېژکي همکاری، دپاکستان ګټو ته زيان رسولی او هغه پخوانی حيثيت ئې دلاسه ورکړی دی . آن اوس د هغوی لخوا پاکستان د ټروريسټانو په پناه ځای او دالقاعدې او ټروريزم دمرکز په نوم يادېږي او آی اس آی سازمان دالقاعدې او طالبانو دستراتېژيک ملګري په توګه اعالانېږي . دبله پلوه پاکستان دا دځان لپاره خپله لوی خطر ګڼی، چي په افغانستان کي ټيکاو راسي او پرمختګ وکړي . پاکستان خو دخپل پيدايښت نه ( په ځانګړې توګه وروستي ۳۱ کاله ) دافغانستان دڅپڅپانده کېدو لپاره کار کړی وه او خپل ټول ځواک او وس ئې دهمدې موخي لپاره کارولی وه . نو اوس څنګه ورته وګوري، چي ددوی داټولي خواری عبثي ولاړي سي .

له بلي خوا له هند سره دامريکا همکاريو ( په ځانګړې توګه په اټمي برخه کي ) پاکستان ډېر اندېښمن کړی دی .

دغه راز داُباما په راتګ سره امريکا اوس هغه دشيدو غوا نه ده، چي دوی وکړای سي په وړيا ډول ئې ولوشي . دامريکا نوي حکومت خپلي مرستي، دټروريزم سره دپاکستان په همکاريو مشروط کړي دي او يا داُباما په خبره پاکستان ته نور «سپين چيک» نه ورکوي . خو دمخکي يادو سوؤ عواملو له امله پاکستان نه غواړي دټروريزم سره رښتينې مبارزه وکړي، ځکه نوکه امريکا په افغانستان کي ناکامه کېږي او دافغانستان نه وتلو ته اړ کېږي دابه دپاکستان لپاره ټولي ستونزي حل کړي . ځکه چي دافغانستان نه دامريکا دوتلو نه مخکي به ناټو او نور ټول هيوادونه، نه يوازي دافغانستان نه خپل پوځونه وباسي، بلکي ټولي اقتصادي، تخنيکي او نوري هر ډول مرستي به هم بندي کړي . نو په دې صورت کي به افغانستان يو خوار او کمزوری هيواد وي، چي پاکستان به کولای سي، په اسانۍ سره خپل اهداف پلي کړي .

۵-آن په تبليغاتي برخو کي هم داسي ښکاري، چي ددې درو واړو هيوادونو تر مېنځ همږغی موجوده وي . ما په دې هکله خپلو دوستانو ته ددغې همږغۍ علايم او ثبوتونه ښودلي دي، چي په درو سرو هيوادونو پوري تړلي کسان دشکل او محتوا له مخي کټ مټ يو ډول تبليغات کوي، چي دلته ئې دوخت دضياع په خاطر له ويلو نه صرف نظر کوم .

– روسيه، پاکستان او اېران دافغانستان په وړاندي يوخبيثه مثلث جوړکړی دی .

– پاکستان، ايران او روسيه درې واړه دطالبانو سره مالي، پوځي او استخباراتي مرسته کوي او درې واړه هيوادونه هغوی استعمالوي او دخپلو مقصدونو لپاره ددوی نه دوسيلې په توګه کاراخلي .

له پورته ټولو څرګندونو نه دا پايلي ته رسېږو، چي پورته ياد سوي درې ګاونډو او يو شمېر نورو هيوادونو د افغانستان د اوسني بحران په رامېنځ ته کولو کي تر ټولو ډېر لوی رول لوبولی دی او خپل شوم پلانونه ئې دافغانستان دحکومت په دننه کي دخپلو اجنټانو او دافغانستان دحکومت دمخالفينو له لاري عملي کړي دي . او که ئې وسه ورسېږي په راتلونکي کي به هم لا ډېري ورانکارئ او توطئې وکړي .

دافغانستان حکومت بايدپه دې باره کي هم فکر وکړي او تياری ورته ونيسي، چي کېدای سي اېران او پاکستان دامريکا سره داړيکو دخرابېدو په صورت کي، دامريکا پر متحدوايالتونو دفشار راوړلو په خاطر، يوشمېر داسي ګامونه پورته کړي، چي دافغانستان ثبات او ټيکاو دننګونو سره مخامخ کړي او آن خبره په افغانستان کي دڅپڅاندۍ او دبحراني حالت رامېنځ ته کېدوته يوړل سي .

دلته زما منظور دا نه دی، چي زه دامريکا دمتحدو ايالتونو، ناټو او نورو لوېديځوهيوادونو دمدافع وکيل په توګه خبري وکړم، بلکي خبره زما د ګران هيواد دورانۍ دمخنيوي په خاطر ده . که نوموړي هيوادونه دامريکا او ناټو سره دنړۍ په کومه بله ګوښه کي، هر څه کولاي، ما به ئې غم نه خوړلای . خو نن دامريکا او ناټو سره دښمني زموږ او ستاسو د ګران هيواد افغانستان دورانۍ په بيه او موخه دی، ځکه نو موږ نسو کولای دهغو په وړاندي بې توپيره واوسو .

زه غواړم پر دې خبره ټينګار وکړم، چي دپورتنيو خبرو نه زما هدف کورټ دا نه دی، چي موږ دي دامريکا او ناټو دړندو بمباريو، دملکي خلګو دوژلواو ځورولو او کورونو دتلاښي کولو، دافغانانو د دودونو د نه مراعتولو او يو شمېر نوروسرغړونو په وړاندي غلي واوسو، بلکي برعکس زه په دې باوريم، چی دامريکا او ناټو ددغو غلطيو په وړاندي احتجاج نه يوازي دافغان حکومت او پارلمان دنده ده، بلکي ټول افغانان او په ځانګړي توګه افغان روڼ آندي ( که دهيواد په دننه کي دي او که دهيواد نه بهر ) مکلف دي، دهغو په مقابل کي دفشاردبېلابېلو وسايلو نه کار واخلي . خو په دې لاره کي بايد دبشپړ اعتدال نه کارواخلو- يعني له يوه پلوه په ټينګه ددغو تېروتنو دبندېدو غوښتنه وکړو او له بله پلوه دهغوی سره پر ستراتېژيکو همکاريو هم ټينګار وکړو . زه دامنم چي دغه ستراتېژيکي همکاری به هرومرو دامريکا او ناټو په ګټه وي، خو زموږ لپاره حياتي ارزښت لري . که موږ غواړو چي هيواد مو پرمختګ وکړی، نو ددغو هيوادونو اقتصادي او تخنيکي مرستو ته اړ يو . ددغو مرستو پرته موږ نه يوازي نسو کولای دپرمختګ لوړيو پوړيو ته ورسېږو،بلکي هرکله به دچم ګاونديانو تر نفوذ او لاسوهني لاندي هم يو . موږ بايد اوس دوؤ حالتونو نه يو انتخاب کړو : دچم ګاونديانو غلامي يا دپرمختللو لوېديځوهيوادونو سره همکاري . خو په دغو همکاريو کي موږ بايد خپلي ملي ګټي اوملي هويت وساتو او دابايد زموږ لپاره سره کرښه وی، چي هيڅ چا ته دهغه نه دتېرېدو اجازه ورنکړو او دا کاردسم سياست په غوره کولوسره شونی دی . ځيني کسان په دې باور نلري، چي د پرمختللو لوېديځو هيوادونو سره په همکاري کي هم خپلي ملي ګټی او ملي هويت ساتل کېدای سي . خو زما له نظره داتېروتنه ده . ډېر هيوادونه سته چي دپرمختللو هيوادونو سره ئې ستراتېژيکي همکارۍ هم لرلي دي او خپلي ملي ګټي او ملي هويت ئې هم ساتلی دی . يوه بېلګه ئې دترکيې هيواد دی، چي موږته دمذهبي او کلتوري لحاظه نژدې والی هم لري .

زه دغه راز په دې باور يم، چي افغان روڼ آندو ( خصوصاً هغوی چي په لوېديځو هيوادونو کي دی ) په دې هکله خپله دنده او تاريخي رسالت په بشپړه توګه سرته نه دی رسولی او يوازي ئې درسنيو له لاري امريکا، ناټو او افغان حکومت ته په سپکو سپورو ويلو بسنه ( اکتفا ) کړېده . په جګړه کي د ښکېلو دواړو لوريو له خوا هره ورځ دومره ډېر بېګناه خلګ وژل کېږي، خو دداسي کوم احتجاجيه عمل خبر موږ درسنيو له لاري نه دي اورېدلي، چي حساب دي پرې وسي او يا دي دنړی والو پاملرنه دغه پېچلي ستونزي ته راواړوي .

له بده مرغه ځيني وختونه دامريکا، ناټو او افغان حکومت په وړاندي سپکي سپوري او غندني دافغانانو او افغانستان سره دخواخوږی په خاطر نه بلکي دنورو غليمانو په دستور او لارښونه کېږي .

زما له نظره دتاريخ په اوږدو کي دپښتنو يوه تر ټولو لويه اشتباه او ستونزه داوه، چي دهيڅ چا سره ئې انډيوالي او دوستي نده لرلې او له همدې امله دی چي هيڅکله هيڅ چا ددوی نه ملاتړ نه دی کړی .

تر دوهمي نړی والي جګړې وروسته دهند او پاکستان دبېلوالي په درشل کي پنجابيانو دانګرېزانو سره داسي ښې اړيکي جوړي کړې، چي دپاکستان دجوړېدو په وخت کي دپښتنو ګټي او اواز هيڅ په نظر کي ونه نيول سي او هر څه دپنجابيانو په ګټه تمام سول . حال داچي انګرېزانو دپښتنو مشرانو ته هم دجوړ جاړي او همکاری وړاندېز کړی وه . خو دپښتنو مشرانوتر خپلو ملی-سياسي ګټو او ښې راتلونکي دهند دملي کانګريس سره اړيکي او وفاداري لوړي وبللې ( دسياسي چلند پرځاي مطلق عاطفي او احساساتي چلند ) او په ډېره لويه بيه ئې دانګلستان سره دهمکاری نه ډډه وکړه . خو کله چي دهند ګټي مطرح سوې نو همهغه دهند ملي کانګريس، چي پښتنومشرانو ئې پر سر دخپلو ملي ګټو نه تېر سوي وه، دکشمير او پنجاب پر سر معامله کي ، پښتانه خرڅ کړل، د باچا خان سره ئې خيانت وکړ او دانګلستان سره ئې داومنله چي پاکستان ديوه واحد يونټ په توګه ( دپښتونخوا او بلوڅستان په ګډون ) په رسميت وپېژني او آن دباچا خان سره ئې څه مشوره غوندي هم ونه کړه او په دې هکله ئې دهغه نظر هم ونه پوښتی .

خو زه ملامتيا خپله دپښتنو مشرانو بولم، داځکه چي موږ هر وخت ملي ګټی او ملي ارزښتونه داحساساتو او عاطفې قرباني کړي دي او نن هم داکار روان دی . نن هم زموږ تر ټولو لويه ستونزه همدا احساساتي چلند دی .

زه غواړم په بشپړ جديت سره دا خبره وکړم، چي زما دپورتنيو څرګندونو نه داسي ونه انګېرل سي، چي ګواکي زه هر څه يوازي دپښتنو لپاره غواړم او په افغانستان کي دنورو اقليتونو حقونو ته درناوی نه لرم .

نه داسي نه ده. زه دا خبري دتاکتيک له مخي نه، بلکي دعقيدې او باور له مخي کوم، چي تر څو ديوه هيواد ټول خلګ په ګډه کار ونه کړي او دخپل ګډ هيواد دپرمخ تګ لپاره ټول په ګډه هلي ځلي ونه کړي، نو هغه هيواد به ونسي کړای په لازم سرعت سره پر مختګ وکړي . ديوه هيواد خلګ هغه وخت کولای سي، په ګډه دخپل هيواد دپرمختګ لپاره هلي ځلي او مبارزه وکړي، چي په هيواد کي ئې ملي يووالی شتون ولري او ټول ديوه واحد اُرګانيزم په توګه د خپل هيواد دسمسورتيا لپاره کار وکړي نه دا چي يو ئې ابادوي او بل ئې ورانوي . ملي يووالی هغه وخت رامېنځ ته کېدای سي، چي په هيواد کي ټولنيز عدالت تامين وي او دټولنيز عدالت دپلي کېدو لپاره يو تر ټولو اساسي شرط دادی، چي اساسي قانون په بشپړه او دقيق ډول تطبق سي . داځکه چي اساسي قانون هغه سند دی، چي دهيواد ټولو خلګو پر هغه توافق سره کړی دی .

خو دلته غواړم دا خبره هم وکړم چي ځيني کسان دملي يووالي لپاره داسي شرطونه وړاندي کوي، چي دپښتنو په ګډون نورقومونه بايد دخپلو حقونو نه تېر سي، بيا نو ملي يووالی تامين کېدای سي او که تر خپلو حقونو تېر نه سي، بيا نو ددوی په آند ملي يووالی خراپ سو او ددې پړه هم پر هغوکسانو وراچوي، چي دټولنيز عدالت دتامين او خپلو حقونو داعادې غوښتنه کوي . ځيني کسان بيا وايي اوس ددې خبرو وخت نه دی، چي ژبني اوقومي مسايل او اختلافونه را پورته سي . خو عجيبه خبره داده، چي زه دخپلي ژبي حق غواړم او دوی راته وايي چي دا اختلافونه مه رامېنځته کوی .اصلاً زما دغه غوښتنه چي زما يو قانوني حق دی بايد ولي مخالفتونه رامېنځ ته کړي ؟ زه اصلاً نه پوهېږم، چي دکومو اُصولو او نورمونو اوياقوانينو له مخي بايد په مورنۍ ژبه دماشومانو دزده کړي سره مخالفت وسي ؟ دايوازي دپښتنودغولولو يو تاکتيک دی، چي اوس په مورنۍ ژبه دزده کړو غوښتنه کول قومي او ژبني اختلافات رامېنځ ته کوي . ددې سره ولي بايد مخالفت وسي؟ په دې کي اصلاً دخبرو او اختلافونو ځای نسته، بلکي دادټولو ماشومانو حق دی او بايد په فوري ډول ورکړل سي .

زه غواړم يو ځل بيا دا خبره تکراراً وکړم، چي زما منظور دټولنيز عدالت نه، دنړی والو اُصولو او پرنسيبونو سره سم ، په افغانستان کي په مېشتو ټولو قومونو، مذهبونو، ژبو او سيمو پوري اړوند دټولو کسانو دحقونو يو شاني والی دی او زه هيڅ يو قوم ته په لوړ توب او ټيټ توب قايل نه يم .

دټولني قومونه ديوه موټر دماشين داجزاوؤ په شان دي .که دماشين کومه يوه پرزه او يو سِلنډر سم کار ورنه کړي، نو موټر نسي کولای په لازم سرعت حرکت وکړي او له بلي خوا دغه ډول موټر مصئون او آمن هم نه وي او لګښت ئې هم خورا ډېرېږي .

خوکه دموټر درې سِلنډره کار ونه کړي، په هغه صورت کي خو نو بيا موټر سرعت څه چي بېخي چالانېدای هم نسي .

نو دافغانستان دموټر په انجن کي پښتانه د درو سِلنډرونو حيثيت لري . که څوک غواړي دغه ماشين په حرکت راولي او لازم سرعت ورکړي، نو دا کار دپښتنو دفعالي ونډي اوهغوی د حقونو داعادې نه پرته ناشونۍ دی .دافغانستان تېر تاريخ هم دا خبره په اثبات رسولې ده، اوس دادی يو ځل بيا دا واقعيت ثابتېږي او راتلونکي واکمنان هم بايد ددې نه دعبرت درس واخلي او دغه تېروتني بيا تکرار نه کړي .

ما چي تر کومه ځايه په اروپائي هيوادونو او په ځانګړې توګه په هالنډ کي څېړني کړي دي، نو دې پايلي ته رسېدلی يم، چي دهالنډ اونورواروپائي هيوادونو دپرمختګ يو داساسي عواملو څخه دملي يووالي شتون او دټولنيز عدالت تأمين دی .

خو په افغانستان کي دپښتنو ضد کسانو داسي فضا را مېنځ ته کړې ده، چي ددې وېري نه چي متعصب ورته ونه ويل سي، څوک نه غواړي دپښتنو دحقونو داعادې يادونه وکړي . له بده مرغه ما تر اوسه په جدي غونډوکي دکوم چا له خوا نه په ټينګه او روښانو ټکوددې مسئلې مطرح کول نه دي اورېدلي . زما له نظره دا دپښتنو روڼ آندو کمزوري او نيمګړتيا ده، چي اصلاح ته ئې بايدجدي پاملرنه وسي .

زموږ يوه بله جدي کمزورتيا دا هم ده، چي ډېر ژر مرور کېږو. که مو کومه خبره وکړه او هغه چا ونه منل او فوراً ئې عملي نه کړه بيا نوموږ نه يوازي مرور يو، بلکي دهغې ستونزي دحل بيا غوښتنه هم نه کوؤ او همداسي مرور ګرځو، چي زيان ئې يوازي موږ ته رسېږي . حال داچي که موږ دنورو هيوادونو تاريخ ته وګورو هيڅ څوک په يو ځل او اسانۍ سره خپلو مخو ته نه دي رسېدلي او دخپلو حقونو دلاس ته اوړلو لپاره ئې نه ستړي کېدونکي مبارزې او سرښندني کړي دي او تر څو خپل هدف ته رسېدلي نه وي، ارام نه کښېني . نو زموږ لپاره هم دا په کار ده، چي له خپل مېنځي اختلافونو نه تېر سو او تر څو مو حقونه اعاده سوي نه وي خپلو هلوځلو او مبارزو ته دوام ورکړو . خودغه ټولي هلي ځلي او مبارزې مو بايد سوله ايزي او پر معاصرو معيارونوبرابري وي .

متأسفانه زموږ يو شمېر سياستوال او سياسي څېړونکي، دتحليلونو په وخت کي يوازي پر خپلو شخصي ګټو فکر کوي . او ټولي هڅي ئې ددې لپاره وي، چي په افغانستان کي داسي يو نظام را سي، چي دوی ته پکښي مقام ورسېږي، خو دافغانستان ګټی ئې هيري کړي وي .

پايلي :

ټول هغه کسان چي سياست کوي بايد دغه واقعيت ومني چي په افغانستان کي دپښتنو دملاتړ نه پرته هيڅ څوک نسي کولای واکمني وکړي .

زه په دې باوريم، چي زموږ په ټولو تېرو او اوسنيو ناخوالو کي ترهر چالومړی، موږ خپله ګرم يو، چي نوروته مو دا اجازه او حق ورکړی دی، چي زموږ په کورنيو چارو کي لاسوهنه او ورانونکي کارونه وکړي .

موږدډېرو خطرناکو او حيله ګرو ګاونډيانو لخوا را ايسار سوي يو . موږ ته هم دا اړينه ده، چي له يوې خوا ددوی په توطئو او دسيسو ځان او ټول افغانان پوه کړو او دبله پلوه موږ ئې هم په وړاندي دسياسي مهارتونو نه کار واخلو . زموږ لپاره دا ډېره اړينه ده، چي داحساساتو پر ځای دسنجش نه کارواخلو، سره يو موټي واوسو، شخصي غرضونه او ځان غوښتني ليري کړو او هغه څه وکړو، چي دافغانستان دملي ګټو سره سمون ولري .

زموږ سياستوال بايدپه دې خبره پوه سي، چي تر هرڅه نه مخکي ددوی اصلي دنده داده، چي دافغانستان داقتصادي-تخنيکي او پوځي ځواکمن کېدو لپاره هڅه او تلاښ وکړي . په اوسنۍ نړی کي حساب پر دې کېږي، چي څه کولای سې او څه دې دوسه پوره دي او ستاسره دهمکارۍ په پايله کي مقابل لوري ته څه ګټه رسېدلای سي ؟ ځکه نو زموږ لپاره بايد دا لومړي توب ولري چي د کوم هيواد سره زموږ نژدې اړيکي او ستراتېژيکي همکاری، دافغانستان داقتصادی او تخنيکي پرمختګ لپاره ډېري ګټور دي .

هغه هيواد هيڅکله نورو ته د درناوي وړ نه وي، چي هرکله سوالګري او شکايتونه کوي، چي دې يا هغه هيواد تېرۍ راباندي وکړ او زموږ په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي او زموږ مخالفين زموږ په خلاف لمسوي او دغه ډول نوري خبري . دغه چاري کولای سي ترحم او زړه سوی او همدردي راوپاروي، خو دغه ډول هيواد ته درناوی نسي کېدای .

په سياست کي تر ټولو مهمه خبره داده، چي په هرډول حالاتو کي دپېښونه دخپلو ملي ګټو په خاطر استفاده وسي .

دهري پېښي په هکله بايد هرومرو د «ولي » پوښتنه مطرح کړو او دغه ولي دمطرح کولو سلسلې ته تر هغو دوام ورکړو، چي موږ ته يو سم اودقناعت وړ ځواب راکړي . هيڅ کله په اسانه ځوابونو قناعت ونه کړو، ځکه چي سياست خپله ډېر پېچلی دی او دسياسي مسائلو دارزولو په وخت کي بايد دمسائلو يو لوی کمپلکس په نظر کي ونيول سي .

دپورتنيو ټولو څرګندونو نه په لنډ ډول دې پايلي ته رسېږو،چي ديوه هيواد اقتصادي، تخنيکي، سياسي او کلتوري پرمختګ، ملي يووالی، ټولنيز عدالت او قانونيت يو دبل سره لازم او ملزوم دي . تر څو په يوه هيواد کي ټولنېر عدالت تأمين نسي او قوانين په دقيقه توګه پلي نسي نو په هيڅ ډول ملي يووالی او پرمختګ نسي راتلای .

ددغه کار لپاره زغم او سياسي فشار ډېر مهم دي، چي متأسفانه موږ څنګه چي اړينه ده ګټه نه ده ترې اخستې، په ډېرو وړو خبرو مرور سوي يو او په دغه مرور تيا کي دومره مخ ته ولاړ سو، چي ملي ګټي مو بيا هم هېري سي .

دولتي ادارې او دولتی نظام بايد دا ډول جوړ سی، چي دافغانستان دښمنان او دپرديو هيوادونو مزدوران ونه کړای سی لوړو او حساسو څوکيو ته ورسېږي .