کور / تازه خبرونه / ايبک او شبرغان: دملي پيوستون ۷ پروژي گټي اخستني ته چمتو شولې

ايبک او شبرغان: دملي پيوستون ۷ پروژي گټي اخستني ته چمتو شولې

دکليو دبيارغوني او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام اوه پروژي پدي وروستيو کښي دسمنګانو او جوزجان په وﻻياتو کي ګټي اخستني ته وسپارل شولې .


په نوموړو ولاياتو کښي د ملي پيوستون پروګرام د مسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کښي د(١٠٥٠٠)مترو په اوږدوالي په سرک باندي شګي اچول ، دڅښاک داوبو (١٣) څاګانو کيندنه او په هغو باندي دلاسي بمبونصبول ، د(١٥) پل ګوټوجوړونه ، او دبرښنا ديوه ترانسفارمر نصبول شامل دي .


يادي شوي پروژي د سمنګان ولايت په مرکز ايبک او جوزجان ولايت په مرکزشبرغان کي  د(٨،٤٨٠٠٠٠) افغانيو په لګښت دملي پيوستون پروګرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو ونډي په شمول بشپړي شوي چي له هغه نه دڅه دپاسه( ١٢،٣٨) کورنۍ ګټه اخلي .