کور / شعر / زمانی ته زارۍ

زمانی ته زارۍ

مې کوه جانان مي دی، خيال مي دی ،ارمان مي دی
ټپ مي دی ،ټکور مي دی،دوامي ده،درمان مي دی٠
ته يې دتغزل په شورکي مه بیايه،ورک به شمه
سازمي دی سرودمي دي اهانګ دی
اې دخزان باده دغه څه کوې؟
مې رژوه ګل مي دی،لاله مي دی،ريحان مي دی
بيادي ديارۍله حال پوښتلی دی
مې غږه وه، ښکلی دی ساده مي دی جانان مي دی
بيادي سمندر چپې راخلاصي کړې
،مې لړزوه؛ نوح مي دی،بابادی،کشتي بان مي دی
ستادسرولمبوغيږي ته ولويده
مې سوزه؛ خليل دی،ابراهيم مي دی،ايمان مي دی
لږدي دښکلاووخوندراوڅکه،تيربه شي
داوخت مي دی،ځواني مي ده،دوران مي دی
څه د دوزخو جنتو فکر را،وربه شم
مرجع مي ده،ماب مي دی،انجام مي دی
تاته به ذهان شینواری څه ښکاري
ويې ګوره؛ روح دي دی،اوازدي دی سندان دي دی٠