کور / تازه خبرونه / د بلخ په ولايت كښي سيلاوونو په سلګونو كورنيو ته زيان اړولئ دئ

د بلخ په ولايت كښي سيلاوونو په سلګونو كورنيو ته زيان اړولئ دئ

هغه سيلاونه چي له دري ورڅو را په ديخوا د بلخ ولايت په ځينو سيمو كښي جاري شوي په زرګونو جريبه ځمكه ،په لسګونو كورونه او د خلګو مالونه له ځانه سره وړي دي .

ددي سيلاو له امله دري ورځي کيږي چي د شولګري او كشندي ولسواليو لاري بيخي د ترافيكو پر مخ تړل سوي دي سيلاو د چشمه شفا د تنګي خوله نيولي ده چي د دې ولسواليو د لارو پر سر د تګ راتګ پلون يې هم ويجاړ کړي دي .

 همدا راز د چمتال ولسوالي د رباط په نامه كلی يې ٪۸۰ فيصده وران كړئ اوخلګو ته يي سخت زيانونه اړولي دي، د سيمي خلك دوی ته ډېر ورنژدي غرونو او غونډيو ته ختلي خو د لاري د بنديدو له امله لا تر اوسه ورته خوراكي مواد ندي رسيدلي سيلاب ځپلو سيمو ته د نږدي سيمو اوسيدونكي وايي چي د زيانمنو هر څه اوبو وړي غوڼډيو ته ختليو خلكو له خپلو ځانونو سره هغه خېژولي مواد هم اوس خلاص كړي دي .

د بلخ په ولايت كښي سيل د سمنګان د دره صوف ولسوالي نه پېل شوئ وروسته له دي چي د بلخ ولايت په ځينو ولسواليو كي يي وراني كړئ د جوزجان ولايت، فيض آباد او آقچي ولسوالي ته هم وراوښتئ، داچي دا سيل د سيمي د خلګو او پوهانو په وينا په دي سيمه كي په دي وروستيو سلو كلونو كي بې ساری وو نو خلكو يي هم راتګ ته هيڅ تياري نه درلود له همدي امله يي د څو ورځو په ترڅ كښي ځيني خلك هم د ځانه سره وړي دي خو داچي د مسولينو په وينا سيمو ته ورتګ ناممکن دئ ځکه نو د تلفاتو د شميرني اټكل يي هم ګران دئ .

د شولګري او چمتال ولسواليو تر منځ د تګ راتګ لاره د امام بكري په نوي او زاړه پله سره وه چي اوس دغودواړو پلونو شكست كړئ او ښايي كه همداسي يو بل سيل هم راشي نو دا پلونه به هم د نورو پلونو په شان بيخي ولويږي .

د شمال زون د طبعي پيښو سره د مبارزې  ريس رحمت الله داهد وويل چي كه چيري نن هم لاره خلاصه نه شي نو دوي به په شمال كي د ۲۰۹ شاهين قول اردو د هيلو كپترو نه په استفادي سره سيمي ته خوراكي مواد ورسوي .

دا سيل په داسي حال كي راځي چي د افغانستان په شمال كښي د څو كلونو پر له پسې وچكالی خلګ هر كال زيانمنول .