( يكشنبه د غوايي شلمه ) سلاكار وزير او د پكتيا والي جمعه خان همدرد د يو خاصو مراسمو په ترڅ كي د تيري كوتل سرك پر غاړه د استينادي ديوال بنسټ كيښود.
د اسيمه چي لوګر ولايت پوري اړوند ده هر كال د ژمي په موسم كي په لسګونه موټر تري له لاري بيلاري كيږي او په لسګونو خلك د مرګ خولي ته غورځي .
پكتيا والي ښاغلي همدرد وويل : كه څه هم دا سمه مونږ ته اړوند نه خو ددي لپاره يي رغوو چي د لويي پكتيا خلك له مرګ څخه و ژغورو او په ډاډه زړه سفر وكړي .
د ا استينيادي ديوال دري كيلومتره اوږدوالۍ ، څه باندي يو متر جګ او يو متر بر لري چي كار به يي په شپږو مياشتو كي بشپړ شي.
د دي پروژي مالي لګښت د يو ايس اي آي ډي لخوا وركول كيږي .