کور / تازه خبرونه / غزني: د واغظ ولسوالۍ سړک په پوخ او اساسي ډول جوړیږي

غزني: د واغظ ولسوالۍ سړک په پوخ او اساسي ډول جوړیږي

د واغظ ولسوالی سړک چي  ۱۵ کیلومتره اوږد والی لری په راتلونکوشپږو میاشتوکښی به يه پاخه او اساسي ډول جوړ سي .






ددغه سړک مالي لګښت چی اوسوه زره آمریکایی ډالره کیږی؛په غزنی کی د بیا رغونی د ولایتی ډلی له لوری ورکول کیژی د دغه سړک د پرانستلی پرمحال د غزنی والی داکتر محمد عثمان عثمانی وویل ؛ د ډیری خوښی اوشکر ځای ده جی نن موږ بیا په غزنی که دیوی بلی پروزی د پرانستلو په مراسیموکی برخه اخلو .

یاد شوی سړک د غزنی د ولسوالیو له ۳۱۵ کیلومتره د سړکنو ځخه دی چی په روان کال کی به یی چاری سرته ورسیږی د غزنی د والی په خبره دد غه سړک په جوړیدو سره به د خلکو ستونزی هواری شی .

دغزنی والی په خلکو غږ وکړ چی دداسی پروژو په عملی کولوکی د چارواکوسره مرسته لازمی ده او باید دامنیت د ټینګولو په لارکی هم دچارواکو سره مرسته وکړی ورسته د ولسی جرګې د د خلکو استازی نیاز محمد امیری خبری وکړی او په غزنی کی یی د چارواکو له هڅو څخه مننه وکړه.

 دیادنونی وړده چی دد غه سړک په جوړیدو سره به دسلګونو ستونزی هواری شی اودخلکو لپاره به هم د کار زمینه برابره شی دد غه سړک د جوړونی چاری د BMG د ساختمانی شرکت له لوری پرمخ وړل کيږي .