کور / تازه خبرونه / کرزي حکمتيار خبرو او دولت کښي برخي اخېستلو ته راوبلئ

کرزي حکمتيار خبرو او دولت کښي برخي اخېستلو ته راوبلئ

افغان ولسمشر حامد کرزي د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار ته د روغې جوړې د خبرو ترڅنګ له دولت سره د يو ځاى کېدا بلنه ورکړه.

ولسمشر کرزى چې له تېرې اونۍ رادېخوا د امريکا او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو په سفر وتى، په امريکا کې داستوګنې پر مهال يو شمېر رسنيو سره په خبرو کې د دولت مخالف انجينر ګلبدين حکمتيار ته له مخالفته د لاس په سر کېدو په موخه د خبرو اترو او دولت کې د برخې اخېستو بلنه ورکړې.

کرزي له يوې برتانوۍ رسنۍ ( بريتانيا ټايمز ) سره په يوه مرکه کې وويل له حکمتياره غواړي چې هېواد کې د سولې او امنيت د پوره ټينګښت په موخه د خبرو له لارې دولت سره يو ځاى شي.

کرزى دا خبرې په داسې مهال کوي چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته چې کرزى يې هم کانديد دى، لږ وخت پاتې او يو شمېر شنونکي فکر کوي چې دا ښايي د واک د بيا ترلاسه کولو لپاره د کرزي کومه سياسي هڅه وي.

سره له دې چې کرزي تر دې وړاندې هم په کراتو،کراتو د حکمتيار په ګډون خپلو نورو مخالفينو ته د خبرو بلنې ورکړي خو هغوى دغه خبرې د دولت له لوري له هېواده د بهرنيو سرتېرو د ويستو د کره نېټې د نه څرګندولو او د هغوى د يو شمېر نورو شرايطو د نه منل کېدو له امله رد کړي.

د ويلو ده چې څه موده مخکې د کرزي او حکمتيار ترمنځ د پټو خبرو يو شمېر خبرونه رسنيو خپاره کړي و خو د حکمتيار د وياند لخوا رد شوي و.