ما مینه نه ده کړې

سعيد لودين | مې 11th, 2009


ما بې له مرګه
بې له جنګه نور څه نه دي کړي
ما مینه نه ده کړې
ما په سوغات کې خپلې مینې ته ډالې وړې ده
خودسرونوډالۍ
زما له تورې نه دپیوسره وینه څاڅي
ما غوټې ونه لیدې
ما مې د لورنه پنسل ما ت کتا بچې وسیځلې
ما یې دخوږ زړه درزا نه اوریده
ما یې له لاسونونه قلم تاووکړه اوچیغې یې
ما یې سلګیوکې (مه) نه اوریده
ما یې پرمخ د خپل ښونځې دروازې وتړلې
ما دا پښتواوغیرت هم کړی دی
ما مې د پيغلې پښتنې هیلې شهیدې کړلې
ما دا سپیڅلې غزاهم کړې ده
ما پیغله لورژوندې زاړه قبرکې خښه کړله
ما داسپيڅلې روا هم کړې ده
ما یې معصومې سلګې نه اورېدې
ما یې په سترګوکې ساړه ما ښام ته ونه کتل
ما یې په هیلوخاورې واړولې
زما دا ټولې رشتې دغسې دی
ما ته اشنا وویل چې
توره لري نوم لري ته
ولې اوس چوپه خوله یې
تا ترډهلې اوتر تهرانه پاچهې کړه ده
ولې اوس چوپه خوله یې
ما دنیکه چقمق ټوپک ته لاس کړې
منډه مې کړه
ما چاته ونه کتل ،
ما شاته ونه کتل
ما مې خپل ورور وویشته ومې وژه
اوس یې بچوړې ددې نوي ښار زړوکوڅوکې
په دې چا ودلو پا پو
په مارسیډیزو او موټروپسې منډې وهې
خیرټولوي
ما داسې ژوند کړی دی
ما دا پښتوکړې ده
ما مینه نه ده کړی
ما ښا یست ونه لیده
که زه همدغسې ووم
زه ارام نه شم لیدی

Copyright Larawbar 2007-2024