کور / راپور / پښتانه ترهګر نه دي؛ په ترهګرۍ کښي ISI لاس لري…

پښتانه ترهګر نه دي؛ په ترهګرۍ کښي ISI لاس لري…

دکوټه برسېره دپښتونخواوطن په نوروښارواوکراچۍ کښي د۱۲م مّي کال ۲۰۰۷دهغوننګیالي پښتنوافغانانودشهادت ورځ ولمانځل سوه کوم څوک چي دپټوښبکواودپرویزي ریژم د ملګرو ترهګرو دلاس خپل ځانونه قربان کړی.اوافغاني اوپښتني ننګ یې اوچت وساتی.په کوټه ښارکښي و دې شهیدانوته دعیقدت پیروزیني وړاندي کولودپاره یوه لوې اولسي غونډه دپښتونخواملي عوامي ګوندترنظارت لاندي وسوه.



ودې اولسي غونډي ته دویناکولوپه مهال دپښتونخواملي عوامي ګوندایالتي سیکترعثمان خان کاکړ وویل چي په کراچۍ کښي ترهګري کونکي ګوندایم کیوایم ترشا د پاکستان پوځي جرنیلان اوپټي ښبکې ولاړي دي.هره ورځ په کراچۍ کښي پښتانه وژل کېږي دپاکستان عـدالتونه اونوري څانګي دپښتون اولس غوښتني ترسره نه کړې چي په کراچي کښي دپښتنوقاتلان اوترهګرونیول سي.اودغه ترهګرپه راتلونکي وخت کښي اولس ته زیان ونه رسوي.نن دکراچۍ ترهګر په دې پوهه دي که چیري په کراچۍ کښي پښتانه مېښت وونودوي سندهـ له سیندانوڅخه نه سي نېولای.هم له دې کبله دوي دپښتنوپه ضد ټوپک ته لاس کړی دی اوهره ورځ پښتانه وژني.دپاکستان اولس مشرزرداري اودکورنیوچاوروزیررحمان ملک هم ددې عمل غندنه نه کوي چي پښتانه په کراچۍ کښي ولي وژل کېږي دوي په لندن کښي دترهګرودمشرپه دربارکښي ځان وړاندي کوي د پاکستان داولس مشراودپيپلزګوندله وپښتنوته داپیغام روکول کېږي چي پاکستاني اولس مشراوپیپلزګونددپاکستاني ترهګرالطاف حسین ملګری دی.


ټول پښتانه دپاکستان داولس مشرددې عمل غندنه کوي.ښاغلي وویل چي په پښتونخواوطن کښي دترهګری ذمه واره پاکستانی پوځ اوپټي ښبکې دي پښتانه ترهګرنه دي پښتانه په عراق کښي دامریکا،په فلسطین کښي داسرایل دترهګری په کلکه غندنه کوي.زموږپه هېوادکښي پټوښبکودترهګرودروزني کیمپونه جوړکړي دي.داخبره رحمان ملک په خپله هم منلې ده چي پاکستان کښي لس زره روزل سوي ترهګردنوروترهګروروزنه کوي.ښاغلي وویل چي په ماجتو،ادېرو،جرګوکښي پښتانه نه نور خلګ ترهګري کوي.موږدهرهغه عملیاتوآپریشن ملاتړکووکوم چي دافغانانودقاتلانوپه ضد کېږي.په سوات اوپه نوروسیموکښي روانوعملیاتوکښي دترهګروپه ځاي بې ګناه پښتانه ووژل کېږي. ښاغلي داخبره په ګوته کړه چي اوس هم دپاکستان چارواکي په افغانستان کي ولاس وهني ته دوام ورکړی دی.موږوټولوافغانانوته داوایوراځي چي یومټي شوهرخارجي دهېوادڅخه دباندي وشړو.


داسلام آبادله خوااولس مشرښاغلي حامدکرزي په ضدعملیات روان دی پاکستان نه غواړي چي په آزادافغانستان کښي یوځل بیاد کرزي حکومت راشي.پښتونخواملي عوامي ګوندپه آزادهېوادکښي دکرزي ملاتړکوي.ښاغلي حامدکرزي په ښه توګه دافغانانوخدمت کړی دی هم له دې کبله پنجاب نه خوښوي چي کرزي بیاد افغانستان اولس مشروټاکل شي.هم له دې کبله یې دکرزي په ضد خبري رواني کړي دي چي کرزي په ښه توګه دافغان اولس خدمت نه دی کړی.پکاردی چي ټوله افغانان دي اوحامدکرزي ته ووټ ورکړي اواولس مشردې وټاکی.دپاکستاني واکمنوخبري دي درواغ څرګنده کړي.ښاغلي عثمان خان وویل چي دلته په دې ګډایالت کښي دبلوڅانوپه ضدپوځي عملیات وران دي موږددې عملیاتوغندنه کوواوپه هرډګردبلوڅوملګرتیاکوو.خوپکاردي چي دبې ګناه کسانواودعملیاتوسره اړه نه لرونکي کسانودهـد ف وژني دي دبلوڅ قامي غورځنګ ګوندونه هم وغندي.نوموړي وویل چي دپاکستان دټولوکښالوهواریدی په دې کښی دي چي دلته په پاکستان کښی مېشت وټولوقامونوته دي خپلواکي ورکول سي پښتانه دي د پښتونخواوطن دخپلواکۍ اودښتمنیوخاوندان کړل شي بلوڅانو، سندهیانوته دي خپل حق ورکول شي.ښاغلي عثمان خان کاکړوویل چي موږغوښتنه کووچي په پاکستان کښي دي دټولو قامونو ګډ کنفرانس روه بلل شي اودټولوقامونوپه سلادي یونوی اثاسي قانون جوړکړل سي کوم چي وټولوقامونوته دمنلووړوي.


پښتنوته دي خپله نوم پښتونخوا،پښتونستان اویاافغانیه ورکول شي اوودوي ته دي په خپله خاوره خپل واک ورکول شي کله چي وقامونوته خپل خپل حق ورکول شي نودلته به ټوله جنګونه ختم شي دیوقام به په بل قام سرلوړي نه وي.ښاغلي وویل چي ترڅوپوري پښتانه اوبلوڅان خپله آزادي ترلاسه کوي ترهغوپوري دي په دې ګډایالت کښي وپښتنواوبلوڅانوته دبرابري په بنسټ حق ورکول شي.دایالت لوړي څوکي دي دبرابري په بنسټ وویښل سي.په دې ګډایالت کښي دي دګورنر(والي)څوکۍ وپشتنوته ورکول شي.


د بلوڅانو د درومشرانودوژلوپلټني دي بین المللي څخه وکړل شي.مرکزي حکومت دي ګراني ختمه کړي.پوځي بودېجه دي هم کمه کړل شي.دسوات دپښتنودمرستي دپاره چي دکوموکالدارواعلان شوی دی هغه کالداري ډيري کمي دي بایدچي نړیواله څانګي رامخته شي اودپښتنومرسته دي وکړي.بایدچي ټوله سیاسي ګوندونه چي داوخت دحکومت برخه دي اودایم کیوایم ترهګریې هم په حکومت کښي ګډکړی دی باید چي دوي دي دایم کیوایم غوندي ترهګرڅخه ځان خلاس کړی.دپاکستان په شمول هغه قوتونه چي دنړۍ څخه ترهګري ختموي هغه دي دایم کیوایم په ضدعملیات وکړي. د پاکستان میډیاچي له پښتنواوپښتونخواملي عوامي ګوندسره کوم زیاتوب روان کړی دی موږخواست کووچي دوي دغه عمل بندکړي موږدي ودې ته نه اړکوي چي دمیډیاپه ضد راوپاڅو. پاکستانی میډیاخووهغوخلګوته زیاته پام لرنه کوي چي ټوپک ورښکاره کوي.


موږترهګرنه یومیډیادي وموږودې ته نه اړکوي.دمیډیاپه چاروکوکښي دسترایالتي وزیراودګورنردلاس وهني په کلکه غندنه کوي چي دوي میډیاخپله خوښه پکار راولي. ودې غونډي ته دویناکولو په مهال دبلوچستان نیشنل ګوندمخکښ حبیب جالب وکیل وویل چي زه دټولوبلوڅانواوخپل دګوندله خواپه کراچۍ کښي دپښتنودوژلوپه کلکه غندنه کوم.دافغانانوپښتنوملي غورځنګ پښتونخواملي عوامي ګوندغړي دلروبرپښتنوترمنځ کښ کړل شوې کرښه ډیورنډکرښه ختمونکوځوانانوڅه پټ قوتونه په دې ګډایالت کښي پښتانه اوبلوڅان جنګول غواړي اوغواړي چي پښتانه اوبلوڅان سره بېل کړل شي.


خوزه وایم چي پښتانه اوبلوڅان له کلونوکلونوراهیسي ډیرښه ګاونډیان پاته سوي دي.کوم بلوڅ چي وپښتنوته زیان رسوي هغه دبلوڅ قام دپاره نه بلکې دپنجاب اوآي ایس آي دپاره کارکوي ددوي ترشاآي ایس آي اوپنجابیان ولاړدي.پنجابي ښیکلاکودیوپلان رالاندي پښتانه ویښلي دي اوخپل غلامان کړي یې دي.هم دغه شان یې دبلوڅانوپه ضدهم عملیات پیل کړی دي.په کراچي کښي دترهګرومرسته حکومت کوي.دایوظالم هېواددی.دپاکستان جوړېدومرام داووچي پښتنوغورځنګ دکوم مشري چي خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی اوباچاخان کوله دهغه غورځنګ مخنیوي کړل شي.هم دغه شان یې دبلوڅانو دغلامۍ دپاره پاکستان جوړکړی.پاکستان دپښتنوبلوڅانواونورقامونودخپلواکۍ دمخنیوي دپاره رامخته کړل سوو.په کراچي کښي هندوستاني مهاجرپاکستاني ترهګروترهګري پېل کړې ده.خپل ترهګردي هندوستان بېرته خوندي کړي.


دوي جناح پوردجوړولودپاره په کراچۍ کښي پښتانه وژني.په کراچۍ کښي پښتانه،بلوڅان اوسندهیان مېښت دي دوي دي یومټي شي اوودې ترهګروته دي ځواب ورکړي.ښاغلي وویل چي بلوڅان دګوادرستره پروږه نه غواړي دپروږې په نامه په ګوادرکښي دپنجابیانواودکراچۍ دترهګروودانولوپلان چمتوکړل سوی دي.نوموړي دنړیواله قوتوڅخه غوښتنه وکړه چي دجاسوسي الوتکوبریدونه دي په لاهوراوپه پنډي او په جي ایچ کیوکهټوباندي وشي هم دلته ترهګرورزل کېږي.پاکستان اوس هم په افغانستان کښي لاس وهنه کوي ددې لاس وهنه له کبله په لکهونوافغانانه بې کوره سوي دي.ودې غونډي دویناکولوپه مهال ښاغلي عبدالروف لالاوویل چي پښتونخواملي عوامي ګوندپه ښه توګه دپښتون قام دحق دپاره ږغ اوچت کړی دی.


موږدنړیواله قانون په چوکټ کښي خپل حق غواړو.موږدبې ګناه انسانانودوژل حق وچاته نه ورکووموږدهربې ګناه وژل سوي انسان په مرګ ږغ اوچت کړی دی.ددیرش کاله راهیسي زموږازله دښمنان افغانان وژني. زموږازلي دښمنانوپه ویناپه کراچۍ کښی پښتانه وژل کېږي.دلاهورکارخانې،لوي لوي سړکان دژوندبنسټیزه آسانتیاوي داټوله دپښتون افغان ملت دوینوپه بدل کښي ددوي په نصیب شوي دي.دلته په پاکستان کښي وقامونه ته حق نه ورکول کېږي.موږغواړوچي دلته وقامونه ته خپل حق ورکول شي.دپاکستان داثاسي قانون دلاري وګړي په هرښارکښي دکورحق جوړولوحق لري.هم دغه شان په کراچۍ کښی هم پښتانه داحق لري چي خپل کورونه جوړکړي خپل کاروباروکړي.خوپه کراچۍ کښي پښتانه وکاروبارکولوته نه پرېښول کېږي موږوهغوقوتوته چي دافغان ملت سره بدکوي دوي به ارمان وکړي.اوسنی حکومت ته داخبره کووچي کومه لوبه یې روانه کړې ده دالوبه دی زرترزره بنده کړل شي.پاکستاني پوځ اوپټي ښبکې افغانستان دپاکستان پنځم ایالت جوړول غواړي دغه ارمان به دتورمخوهیڅکله هم ترسره نه شي.


په دې مهال دګوندیوبل مخکښ عبدالرحیم زیارتوال وویل چي کله پاکستان نه ووجوړسوی پښتانه په کراچۍ کښي آبادوودپاکستان جوړیدووروسته وکراچۍ ته دهندڅخه مهاجرراغلی هم دغه مهاجرغواړي چي پښتانه خپل غلامان کړي.په کراچۍ کښي دپښتنوپه وژل کېدوپټه خوله نه سوکېدای.موږافغانان یوکه موټوپک ته لاس کړی بیازموږمخنیوي څوک نه شي کولای.ښاغلي وویل چي په پښتونخواوطن کښي جنګ دوام لري داترهګري په پښتنوتپل سوې ده. پښتونخوامیپ په ټول ټاکنوکښي برخه هم ددې پاره وانخیستله داترهګري په موږتاوان کېدله.دپاکستان آي ایس آي دټول جهان په بربادی کښی لاس لري.آي ایس آي دغه شان ترهګري رامخته کوي.موږوپوځ اونورڅانګوته وایوچي دترهګروملګرتیاپرېږدی پاکستان کښي سیاسي بحران دی.


دترهګرومرسته پوځي چارواکي اوپټي ښبکې کوي دترهګرودلاسه په لکهونوپښتانه بې کوره سوي دي.ټوله جهان دي په دې ځان پوهه کړي چي دترهګروملګرتیاڅوک کوي داترهګري موږته چاراپېښه کړې ده.دترهګری له کبله بې کوره سوي په لکهونوپښتانه له ستونزسره مخامخ دي ودوي ته بنسټیزه آسانتیاوي نه دی ورکو ل سوي.پکاردی چي ودې بې کوره سوي پښتنوته غوره آسانتیاوي ورکول شي.هغه انسان ورکېږي کوم چي په خپله خبره اودریځ نه وي ولاړ.پښتانه ترهګرنه دي په پښتونخواوطن کښي ترهګري کونکوترشا پوځ اوپټي ښبکې دي.وغونډي ته دویناکولوپه مهال سردارمصطفاخان ترین وویل چي موږپه کراچۍ کښي شهیدسوي پښتانه نه دي هېرکړي اونه به دغه شهیدان هېرکړو.په کراچۍ کښي دپښتنوسره کوم زیاتوب روان دی هغه ترشانورپټ قوتوته دي چي دترهګرومرسته کوي.اوپښتانه دکراچۍ څخه ایستل غواړي.ویناکونکودپښتون افغان ملت وټولوشهیدانوته دعقیدت پېرزویني او سره ګلونه وړاندي کړل.