کور / تازه خبرونه / طالبان: ټول سيمه ييز پاکستاني مشران بايد له واکه لاس پر سر سي!

طالبان: ټول سيمه ييز پاکستاني مشران بايد له واکه لاس پر سر سي!

د طالبانو يوه وياند په داسي حال کي پاکستاني سياسي واکدارانو ته يو کلک اخطار ورکړ چي په سوات دره کي د اسلامي اورپکو پر ضد د هغه هيواد توپخانه او چورلکي شپه او ورځ جنګيږي.

د مسلم خان په نوم د طالبانو يوه وياند له سيمه ييزو او نړيوالو مطبوعاتو سره پر ټليفوني مرکه د پارلمان غړي ګواښلي دي.

نوموړي له CNN سره په يوه مرکه کي ويلي چي د شمال لوېديځ پاکستان يا ملکنډ ډيويژن ټول ملي او ولايتي غړي بايد تر دريو راتلونکو ورځو پوري استعفا وکړي، که نه دوى به يې د کورنۍ ټول غړي برمته او کورونه به يې وروسوځوي.

ده همدارنګه له پاکستاني اسلامي ګوندونو څخه هم په کلکه د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ويل:

(دغه ټول ګوندونه بايد له طالبانو سره مرسته وکړي) پسې زياته يې کړه: (دوى بايد د مطبوعاتي ناستو له لاري خلکو ته وښيي چي موږ په ملکنډ کي د شريعت نفاذ غواړو)

د اسلامي جمعيت ګوند غړو په سوات دره کي د پوځي بريد پر وړاندي ږغ پورته کړى، مګر د طالبانو د ملاتړ په اړه يې څه نه دي ويلي.

له تېرو دريو اوونيو راهيسي د طالبانو يوازنى ښکاره کس، سپين ږيرى مسلم خان دى چي په خورا هيجان له سيمه ييزو او نړيوالو مطبوعاتو سره ټليفوني مصاحبې کوي. ده له CNN سره په خپله يوه وروستۍ هغه کې په امريکا کي د خپلي څلور کلني استوګني په اړه هم تشرېحات ورکړل چې د بوسټن په مسچوسيټس سيمه کي يې د يوه رنګمال په توګه کار کاوه.

تېره چهارشنبه نوموړي له سوات څخه د اکثرو وتونکو مهاجرو هغه ادعا رد کړه چي ګني طالبانو له تېرو دوو کلونو راپه دې خوا په سيمه کي د زورزياتي او بېري خپرولو لپاره کمپاين کاوه.

مسلم خان د خپلو مخالفينو په ډول-ډول د وژلو د تور په اړه د يوې پوښتني په ځواب کي وويل:

(موږ هغه کسان وژنو چي د ټولني لپاره زيانمن وي، لکه غله او هغه خلک چي غريبو وګړو ته ستونزي زېږوي، مثلاً له پوځ سره پر کار بوخت کسان)

تېره سه شنبه پاکستاني پوځ اعلان وکړ چي د ځانګړو ځواکونو د عسکرو حاملي چورلکي يې د سوات په پيوچر سيمه کي پر عملياتو ګومارلي، کوم چي د دغي سيمي د طالبانو د مشر مولانا فضل الله مرکز بلل کيږي. همدارنګه د سيمه ييزو مطبوعاتو په خوله په ياده سوې منطقه کي د طالبانو روزنيز کمپونه سته.

مسلم خان تاييد کړه چي پاکستاني پوځ پر پيوچر-چي نوموړي د مجاهدينو ځاى وباله- بريد کړى.

CNN د خونديتوب او نه لاس رسي له امله د دغي خبري خپلواک پخلى نه سي کولائ .