کور / تازه خبرونه / د هيواد درې تنو فرهنګيانو ته ستاينليکونه ورکړل شول

د هيواد درې تنو فرهنګيانو ته ستاينليکونه ورکړل شول

د چهارشنبې په ورځ ٢٣ غويي ١٣٨٨ لمريز کال دکابل ښار د دهمزنګ په څلورلارې د غريب نوازحسيني په هوټل کې د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې په نوښت يوه ادبي غوڼده جوړه شوې وه . غوڼده د په ٥ بجې مازديګر مهال د قران پاک په تلاوت پيل او د شپې تر ٩ بجو يې دوام وکړ.  چې د هيواد ګڼ شمير علمې ، سياسي ، ټولنيزو ، دولتې او غيردولتې . د ولسي جرګو غړيو . شاعرانو ،ليکوالانو ، ژورناليستانو او ادب ميناوالو په ګډون کړى وه .
غونډه د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې مشر ښاغلي ډاکټر ظاهرمعارج پخپله وينا پرانيستله . ورپسې  استاد حبيب الله رفيع د هيواد په ادبياتو په ځانګړي ډول په پښتني ادبياتو مفصلې خبرې وکړې . ورپسې د غزنې پخوني والې استاد معراج الدين پټان د فرهنګيانو هڅې وستايلې او خپله وينا يې واوره ولې . او بيا
په ولسې جرکې د پکتيا دخلکو استازې اغلې شريفې زرمتۍ خبرې وکړې او ورپسې د هيواد ځوان شاعراو ليکوال محمد صابرخان بې ريا په ځوان ليکوال او ژباړونکې سيدنظيم سيدي او همدارنګه ځوان او نوښتګر شاعرسيدجيلاني جلان د هنر په اړه خبرې ورکړې .
د غونډې په دويمه برخه کې د افغانستان د کارپوهانو نړيوالې ټولنې لخوا استاد ميرا جان سيقي ته د مشر او تکړه ليکوال ، سيدنظيم سيدي ته د تکړه ژباړونکې او سيدجيلاني جلان ته د تکړه او نوښتګر شاعر په توګه ستاينليکونه او جايزې ورکړل شوې  .
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمير شاعرانو په کې برخه واخيسته او
او بايد يادونه وکړو چې د غونډې ګډون والو ته د هيواد تکړه هنرمند غمخوار صيب لخوا په زړه پورې سندرې وويل شوې او د هيواد ځوانانو ورته اتڼونه وکړل . او غونډه د شپې په ٩ بجې پاى ته ورسيده .