کور / تازه خبرونه / کندهار: ځان مرګي بريد پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده (جزيات)

کندهار: ځان مرګي بريد پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده (جزيات)


د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کي د پنجشنبې په سهار د سرحدي پولیسو د کنډک په نظام قرول کي یوه ځان مرګي خپل موټر بم وچاودئ، چي د چاودني له امله لږ تر لږه یو پولیس افسر وژل شوی او د ښونځي د یوه زده کوونکي په ګډون پنځه نور پولیس ټپیان شوي دي.
په جنوب غرب ولايتونو كي د سرحدي لېوا قومندان جنرال سیف الله حکیم وویل: ځان مرګي برید کوونکي غوښتل چي خپل د چاودېدونکو توكو ډک موټر د پولیسو قرار ګاه ته ور داخل کړي، خو د پولیسو له خوا د برید کوونکي مخه ونیول شوه او چاودنه د سرحدي پولیسو د کنډک په دروازه کي را منځته شوه، چی په نتیجه کي یو سرحدي پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي، د سرحدي پولیسو په وینا د پو لیسو یوه عراده رنجر موټر هم له منځه تللی دی.
قاري یوسف احمدي د طالبانو ویاند په بولدک ولسوالي کي د ځان مرګي برید مسوولیت منلی دی او وايي بريد كوونكى امیر محمد نومېدئ چي د كندهار ولايت اوسېدونكو وو د یوې عرادې کرولا موټر په مرسته ۲۷تنه سرحدي پولیس وژلي او ۱۷ نور ټپیان كړي دي، خو امنیتي چارواکي د احمدي ادعا د پولیسو د مرګ ژوبلي په اړه ردوي.