کور / تازه خبرونه / بغلان: ۲۰ تنه وسله وال طالبان له حكومت سره يو ځاى سول

بغلان: ۲۰ تنه وسله وال طالبان له حكومت سره يو ځاى سول

د بغلان چارواكي وايي ۲۰ تنه وسله وال طالبان د دولت خواته اوښتي دي.
د بغلان د پوليسو وياند احمدجواد بشارت وايي د ملاعبدالجبار په نامه د طالبانو ځايي قومندان له خپلو ۲۰ افرادو سره ورته تسليم سوى او وايي له دې وروسته به د دولت پر ضد نه جنګېږي.
د بشارت په وينا دغه قومندان د بغلان په جلګه ولسوالي كي د طالبانو مشري كوله او له دې وروسته به جلګه ولسوالي د سولي په نوم ونومول سي او حكومت به د بيا رغوني او ثبات د ټينګېدو په موخه موثر ګامونه پكښي پورته كړي.