کور / تازه خبرونه / برتانيه: د شاهي سمندري ځواك يو پوځي ووژل سو

برتانيه: د شاهي سمندري ځواك يو پوځي ووژل سو


د برتانيې د دفاع وزارت ومنله چي پرون يې په افغانستان كي يو پوځي وژل سوى دئ.
د دفاع وزارت څخه خپره سوې پاڼه وايي د شاهي سمندري ځواك دغه پوځي د پنجشنبې په ورځ د ماين په يوه چاودنه كي وژل سوى دئ.
دا په تېره يوه اونۍ كي شپږم برتانوى پوځي دئ چي د افغانستان په هلمند ولايت كي وژل كېږي.
تېره ورځ په كندهار كي د دغه هيواد يوه جيټ الوتكه هم ولوېده چي پيلوټ يې پكښي ټپي سوى وو.