کور / تازه خبرونه / سوات: درې پوځيان او ۵۵ طالبان وژل سوي دي

سوات: درې پوځيان او ۵۵ طالبان وژل سوي دي

د پاكستان پوځ وايي د جمعې په ورځ يې د پښتونخوا په سوات دره كي ۵۵ طالبان وژلي دي.
پوځ په داسي حال كي د دې طالبانو د وژلو خبر وركوي چي پرون يې هم په لوړ دير كي پر يوه كور د بمباريو له امله د ۶۰ طالبانو د وژلو ادعا كړې وه.
د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي د سوات په عملياتو كي نن درې پاكستاني پوځيان هم وژل سوي دي.
د سوات په دره كي نن د اتو ساعتونو دپاره له دې امله جنګ ودرول سو، چي په سيمه كي بند ملكي كسان ځان خوندي سيمو ته ورسوي.
ملګري ملتونه وايي تر اوسه د سوات له بېلابېلو سيمو څخه نيژدې اته نيم لكه كسان بېځايه سوي دي، چي ډېر يې د پښتونخوا مركز پېښور ښار ته ورغلي دي.