کور / شعر / شهيدمازديګری

شهيدمازديګری

شهيدمازديګری دي شهيدان رايادوي
په ماګرانه وطنه طالبان رايادوي
زخمي زخمي سينه دي دباروتو په بڅرکو
په وينوکي لت پت لکه الوان رايادوي
دبل داخورګډي وزې ستاپه ټټرڅري
جرس مي دساده باده چوپان رايادوي
کفارمتحدشوي دمسلم امت دپاره
که خداي کول دی رابه شي طوفان رايادوي
دعصردجالان دي نن په زړه ګرځي راګرځي
مکاره اوفريب جنه شيطانان را ياد وي
ګودردي تالان شوی منګی پړمخي چپه دی
چنارخبري نه کوي خزان راياد وي
درانه خوبونه وينم دشهيددانتقام تعبيرکي
مي مهدي اخرزمان رايادوي
نااهله بچيان ستاديرغلګروخواکي ګرځي
ذهان شينواری بيا زاړه خلقيان رايادوي