کور / تازه خبرونه / باراك اوباما: د افغانستان ثبات ته منتظر يم

باراك اوباما: د افغانستان ثبات ته منتظر يم

د امريكا ولسمشر باراك اوباما وايي هغه اوس دې ته منتظر دئ چي څونه ژر په افغانستان كي ثبات راځي او يو ديموكراتيك حكومت پكښي جوړېږي.

اوباما د امريكا له نيوزويك مجلې سره په يوه مركه وويل د ده حكومت ته ډېره سخته وه چي په افغانستان كي پر ۳۸۰۰۰ نورو امريكايي پوځيانو سربېره دغه هيواد ته د ۱۷۰۰۰ نورو عسكرو د لېږلو پرېكړه يې كوله، خو دا كار يې وكړ.

ولسمشر اوباما افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو امكان رد نكړ، خو وايي اداره يې د ډيورنډ پر پوله د پوځ عملياتو ته سترګي په لاره ده چي هلته څنګه ثبات ټينګوي.

باراك اوباما د نيوزويك مجلې ته وويل د امريكا د اوولس زره كسيز پوځ ډېره برخه د ډيورنډ پر پوله ځاى پر ځاى كېږي او د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتو ته به د امنيت فضاء برابره كړي.