کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

 


نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۷ نیټه. 


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره د نوي قومندان ټاکلو ته په اشارې لیکلي دي چې ایا په دغه بدلون سره د امریکا ددفاع وزیر کولې شي کومه بریا ترلاسه کړي.


ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې رابرټ ګیټس د د اوباما ددې خبرې پر بنسټ چې په افغانستان کې به بریالې کیږي غواړي په دغه نوي بدلون سره خپل بخت وازمايي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو مسله راغستې خو پوښتلي دي چې ایا مسله به کوم اجراوي ځواک ولري.؟


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو په شمیر کې د زیاتوالي په ستونزې او پدې اړه په قانون کې د بدلون په اړتیا تبصره کړې ده. 


د انیس دولتي ورځپاڼې په سیمه کې د ترورزم په خلاف د مبارزې د ګړندۍ کولو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو کې نوې بدلون چې ددغه هیواد د صدراعظم په حکم راوړل شوي د ترورستانو په خلاف د اغیزناکې مبارزې لپاره یوه ښه موقع ده.


ورځپاڼې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وروستیو بمباریو له امله عامه خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمیرې د معلومولو لپاره د استول شوي دولتي پلاوي نوې رپورټ هم خپور کړې دې.


ورخباڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د ځنګلونو په اهمیت او د هغوې په خوندي کولو ټینګار کړې دې. 


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د بهرنیو ځواکونو د حضور د قانوني کولو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راغستي او لیکلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د حضور حدود باید روښانه شي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له طالبانو نه د سیمه ایز ملاتړ په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې په ایران کې ځینې کړۍ د طالبانو ملاتړ کوي.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په کابل کې د امریکا د سفیر په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي چې پس له دې به امریکايي ځواکونه له افغان خواکونو سره په مشوره کې عملیات کوي.


ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د حکومت به تشکیلاتو کې په ممکنه بدلونونو بحث کړې او لیکلي دي چې افغانستان کومه مستعمره نده چې د هر چا نظر پکې ومنلې شي. 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبلې ته په اشارې لیکلي دي چې تر پورنه روسانو خلک وژل او اوس امریکایان دا کار کوي.


ورځپاڼې د موضوع په دوام د امریکايي او روسي ځواکونو وړتیاوې حیړلي او لیکلي دي چې د خلکو د ژوند خوندي کول له هر څه زیات ارزښت لري.


په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې په مسلې او د هغې د حل په لارو چارو هم بحث شوې دې.


ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغانستان کې د جنګ د پاې ته رسولو یوازنۍ لار د لوږې له منځه وړل دي. 


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد هم پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو په شمیر کې د زیاتوالي په ستونزې تبصره کړې او پدې ترڅ کې له خلکو نه غوښتې دي چې د یو غوره مشر په ټاکلو سره خپل مسؤلیت پوره کړي.


خو اصلاح بیا په یو مطلب کې دا خبر ورکړې دې چې د افغانستان ملي موزیم لا بډایه کیږي. 


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي چې د جنګ ډګر ته د سرتیرو استول ډیر دردونکې کار دې.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې افغانستان ته د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر هم ورکړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د ښځو د حضور پرته په افغانستان کې پرمختګ نشي ترلاسه کیدلې.


دې ورخپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ستوزه کوم پاې نلري.


ورخپاڼې په یو بل ځاې کې امریکايې ځواکونو دا وړاندوینه هم راغستې چې سږ کال به په افغانستان کې ددوې پر ضد په بمي حملو کې په سلو کې پنځوس زیاتوالې راشي