کور / تازه خبرونه / جلال اباد:د ملي سرتېرو درې تنه ولسي خلک ووژل او يو يي ټپي کړ

جلال اباد:د ملي سرتېرو درې تنه ولسي خلک ووژل او يو يي ټپي کړ

سهار مهال د بزازۍ په څلور لارې کې  د ملي اردو سرتېرو په ډزو درې تنه ولسي وګړي ووژل او يو بل يې ټپي کړ. د عيني شاهدانو په وينا د ملي اردو يو سرتېری له خپلې ډاټسنې راکوز شو او پر څلور تنو واسکټ خرڅوونکو يې ډزې وکړې چې درې تنه يې ځای پرځای ووژل او يو بل يې ټپي کړ. تر دې وروسته د جلال اباد ښار سلګونه قهرېدلو دوکاندارانو پر يو لاريون لاس پورې کړ او د شيززي ملي اردو او کرزي پر خلاف يې شعارونه ورکول. لاريون کوونکو پر پوليسو د کاڼو او بوتلونو وارونه هم وکړل او د قاتلينو د علني محاکمې غوښتنه يې کوله. د لاريون کوونکو راپارېدلې غصه هغه مهال سړه شوه کله چې يو شمېر قومي مشرانو او امنيتي چارواکو د ملي اردو د شپږ تنو سرتېرو د نيولو خبر ورکړ. د امنيت امر خير محمد د پېښې په ځای کې رسنيو ته وويل چې قاتل او مقتولين د لغمان ولايت اوسېدونکي دي او ښايي په خپلو کې دښمني ولري. ياده دې وي چې تر دې پېښې مخکې هم په جلال اباد کې د ملي اردو سرتېرو د ولايتي شورا د يو غړي عصمت الله شينواري د کورنۍ دوه تنه په ډزو ويشتلي وو. يو شمېر خلک وايي افغان ځواکونو تل ولسي خلک په ډزو  وژلي او يا په موټرو وهلي خو لا هم سرې سترګې ګرځي او چا محاکمه کړي نه دي.