کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته ځغلنده کتنه

ورځپاڼو ته ځغلنده کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۱۸ نیته.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د ولسمشر دا وینا راغستې چې یوازې د ځواکونو په زیاتولو سره په افغانستان کې برې نشي ترلاسه کیدلې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې دوې باید خپل اقدامات د ثبات په ټینګښت او د ملي انتخاباتو په ترسره کولو متمرکز کړي.

په ورځپاڼه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم یو مطلب خپور شوې او لیکل شویدي چې پدې برخه کې باید د باور د رامنځ ته کولو لپاره کار وشي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو او له هغې سره په تړاو کې د نړیوالو مرستو په جلبولو تبصره کړې ده.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پوځي او ملکي چارو ترمنځ د انډول غوښتنه کړې او لیکلي دي چې پراخه او هر اړخیزه بیارغونه د امنیت او ثبات په ټینګولو مثبته اغیزه لري.

ورځپاڼې یو ځلې بیا د جمهوري ریاست څوکۍ ته د امیدوارو کاندیدانو په شمیر کې په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړې او لیکلي دي چې څلورڅلویښت کاندیدان اته اتیا مرستیالان لري.

ورځپاڼې د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د رسمي رپورټ له خبریدو وروسته ددې پیښې د سپیناوي غوښتنه کړې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د استولو مسله څیړلې او هغه يې د امریکا د جمهوري ریاست تر ټولو سخت کار بللې دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ولس مشر کرزي ته په خطاب کې لیکلي دي چې ترورستان باید خوشي نشي بلکه په راتلونکې کې د ترورستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید هغوې مجازات شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په ښوونځیو کې د مسموم کوونکو کیمیاوي موادو کارولو په اړه تبصره کړې او د په کاپیسا او پروان ولایتونو کې وروستیو پیښو ته په اشارې ددې کار پایلې يې څیړلي دي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا خبر ورکړې چې د افغانستان پاکستان او ایران د مشرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه به ډیر ژر په تهران کې جوړه شي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې پدې درې اړخیزه غونډه کې به د سیمې روانې ستونزې وڅیړلې شي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې روان جنګ ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې د امریکا دیموکراتان هم د افغانستان د جنګ په اړه د اوباما په وړاندې ولاړ دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د زیاتولو مسلې ته په اشارې لیکلي دي چې له دې سره به جنګ هم تیز شي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو رڼا اچولې او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په دې مسلې بحث کړې چې په افغانستان کې د ثبات د تینګښت لپاره باید څه وشي.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ترهګرو مخنیوي د ولسونو په هوښیارۍ پوړې تړاو لري.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم په افغانستان کې روان جنګ او د امریکايي سرتیرو د زیاتولو مسلې ته په اشارې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په خطاب کې لیکلي دي چې وغواړي او که نه دا جنګ د امریکا دې.

دې ورځپاڼې هم د تهران د درې اړخیزې غونډې په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې د افغانستان پاکستان او د ایران مشران به دا ځلې د سیمې روانې ستونزې په جدي توګه وڅیړي.

ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تیاریو ته په اشارې د انتخاباتو په خپلواک کمسیون انتقاد کړې دې چې د کاندیدیدو د قانون په اړه يې ناوخته شکایت کړې دې.