کور / تازه خبرونه / غزني: را روانو ټولټاکنو کښي له ولسمشر څخه ملاتړ وسو

غزني: را روانو ټولټاکنو کښي له ولسمشر څخه ملاتړ وسو

دغزني ولایت د بیلا بیلو قومونو په سلګونو تنو مخورو استازیو او ددغه ولایت ګڼو ولسپاله ځوانانو يوځل بیا په را روانو ټولټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي له نوماندۍ څخه خپله ننګه او ملا تړ په ډاګه کړ .



د غزني ښار په ستاره هوټل کې را ټولو شویو یادو شویو مخورو او ځوانانو په یوه خوله په راروانو ټولټاکنو کې د ښاغلي کرزي له نوماندۍ څخه خپله ننګه په ډاګه کړه او دراتلونکې لپاره یې حامد کرزي د افغانستان تر ټولو ښه ولسمشر وباله .

په دغې غونډه کې چې د غزني ولایت د ځوانانو د ټولنې د ریس عبدالجامع جامع په نوښت جوړه شوي وه ښاغلي جامع معصوم صدیقې د غزني د ځوانانو د ټولني مرستیال مهدی حسین مولانا عبدالرحمن حکیمی ډاکټر غني بهادری او ډاکټر علی جان جمال په هیواد کې د سولی ملي یوالي او ورورولی په اړه د هر اړخیزو خبرو په کولو سره د ولسمشر حامد کرزي له نو ماندیدو څخه ننګه او ملاتړ په ډاګه کړ ویناوالو د سولی په راوستو او د ملي یوالي په ټینګښت کې د حامد کرزي او دهغه د مرستیالونو درول ستاینه وکړه .

دغه راز دغونډې ګډونوالو د تیرو څوکلونو په لړ کې د کرزي هڅي او منډې ترړې مثبتی او بیسارې و ارزولي وینا والو د راتولونکې لپار حامد کرزی او دهغه کاري ډله د هیواد د برخلیک په ټاکلو کې تر ټولو ښه اوغوره ټاکنه وبلله .