کور / شعر / ظلم

ظلم

کــــله می زړه کله ځــــــــیگر وهی ته
کـــله می سمه او کله غــــــــر وهی ته


څـــــــنگه به ستا مذهب ته ښه ووایمه
کـــــــله قــــــران کـــــله ممبر وهی تـه


حیڅ دی زه پوهه په دی قانون نه شوم
چه می انسان هم ځنـــــــــــاور وهی ته


ولی دی لاس او پخی مــــــاتی نه شوی
چه محـــــــــلونه د دلــــــــبــــر وهی ته


تا می سوات او باجـــــــــــــوړ پرینښود
کــــله وزیر کله خــــــــــــــــیبر وهی ته


آخر به جنگ د ځـــــان دښمن کړی گوره
چه کــــــــــــله لر او کله بــــــــر وهی ته