کور / تازه خبرونه / کنړ:دوه ښوونځى ګتي اخيستنى ته وسپارل شوې

کنړ:دوه ښوونځى ګتي اخيستنى ته وسپارل شوې

دكنړ ولايت دڅوكى په ولسوالى كى دوه ښوونځى ګتي اخيستنى ته وسپارل شوه

کنړ: دروان كال دغويى دمياشتي په ۲۹ نيټه،دكنړ ولايت دڅوكى ولسوالى مركزى ابتدايئه اودګتو قلعه منځنۍ مختلط ښوونځى دنوموړى ولايت دوالي سيد فضل الله وحيدى لخوا په داسى حال كى امنيه قومندان،په ولسى جرګه دكنړ دخلكو استازى مولوى شاهزاده شاهد،په كنړ كى دولايتى پيا رغاونى تيم قومندان،ګن شمير قومى خلكو اوژور ناليستانو ګډون كړى و.

دګتو قلعه منځنى ښوونځى تعمير په پاخه اواساسى دول د ولايتي بيا رغاونى تيم په مالي مرسته د دوه لكه امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د۱۰ مياشتو په موده كى داكرام ساپى ساختمانى شركت لخوا جوړ شوى، چى ۱۵ درسى ټولګى،درى ادارى خونى،يوحلقه دابو څښكلو څاه اونور ضرورى ملحقات لرى .

همدارنګه دڅوكى ولسوالى مركزى ابتدايئه تعمير په پاخه اواساسي دول په يوپوړ كى د۸۵ زره امريكايى دالرو په مجموعى لګښت دهندوستان هيواد په مالي مرسته جوړ شوى،چى ۸ درسى ټولګى،۴ ادارى خونى او نور ضرورى ملحقات لرى.

ديا دونى وړ ده چى دمركزى آبتدايى په ښوونځى دليسى په شمول ۱۵۰۰ تنه زده كوونكى او دګتوقلعه په ښوونځى كى ۶۲۷ تنه زده كوونكى چى ددى جملى نه ۲۰۰ تنه انجونى زده كوونكى دى.
دميدان ورك ولايت د كليوالى ښوونځيو وښوونكو ته ښوونيز سمينار په لاره واچول شو

میدان وردگ: نن دغويي دمياشتى په ۲۹ نيټه، دميدان وردكو ولايت دپوهنى رياست لخوا دكليوالى ښوونځيو ښوونكو ته د زده كړى وركولو ۱۶ ورځنى سمينار پيل شو.

په هغه غونده كى چى په همدى موخه ديادشوى ولايت دفامليو په منځنى ښوونځى كى پيل شوى و دپوهنى رئيس عبدالواحد حكمت دموضوع په اړوند خبرى وكړى .

نوموړى سمينار ديونسف موسسي په مالى لګښت اوميدان وردك ولايت دپوهنى رياست په همكارى په لاره اچول شوى چى دكليوالى ښوونځيو ۸۰ تنو ښوونكو پكى ګدون كړى .

ديادونى وړده چى دسمينار دختميدو نه وروسته به ديو شميرولسواليوپه هغه كليوالى سيمه كى وماشومانو ته ښوونه اوروزنه وركړى چى ښوونځيو ته لاس رسى نه لرى.

بغلان: دآغا خان دبنياد لخوا د۴ زره امريكايي دالرو په ارزښت یو شمیر قرطاسيه باب دخنجان اود دهنه غوري دنسوانو د ليسو سره مرسته وکړه .

په نوموړو توکوكی ۶۰۰۰ ټوکه کتابچی، ۴۰۰۰ دانى پنسلونه، ۴۰۰۰ دانى خود كار قلمونه،۲۰۰۰ دانى خط كشونه، ۲۰۰۰ پنسل پاكونه، ۱۰۰۰ دانى دپركار قعطى،۲۰۰ قعطى تبا شير، ۲۰گدى سپين A4 كاغذونه،دوسيه اوسپينى تختى شاملى دى چى دڅانګړى مهال ويش سره سم ديادشويو ښوونځيو وزده كوونكو ته وويشل شوه