کور / تازه خبرونه / پکتيا:د ولسواليو اداري سيستم په عصري وسائيلو ورغول شو

پکتيا:د ولسواليو اداري سيستم په عصري وسائيلو ورغول شو

 


له پکتيا ولايت څخه خپره سوې خبرپاڼي له مخي د پكتيا ولايت ۱۳ ولسواليو اداري سيستم  د USAID په مالي مرسته چي په مجموعي ډول ۱۴۳۰۰۰ امريكايي ډالره كيږي په عصري وسائيلو سمبال شوو 

په دي اداري تجهيزاتو كي ميز ، چوكۍ ، عصري فرنيچر او لبټاپ كمپيوټرونه شامل دي ، او هري ولسوالۍ ته د يوولس زره امريكايي ډالرو په ارزښت توكي وركړل شوي .


د پكتيا والي ښاغلي همدرد ولي چي دا كافي نه دي او دي هڅه كوي تر څو له دونرو سره خبري وكړي او اداري سيستم په پكتيا ولايت كي لا بډاي كړي تر د خلكو اعتماد پر دولت زيات شي ، او خلك د دولت كړني پخپله وګوري .


د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي پر پکتيا والي په پرمختيايي کارونو کي د پاتي راتلو له امله نيوکي سوې وي خو د والي وياند روح الله سمون لخوا دا نيوکي رد کړيدي او وايي چي د پکتيا والي په سيمه کي پام وړ پرمختګ کړی دی .