کور / تازه خبرونه / هلمند : د ايساف په بمبار کي اته ملکي کسان ووژل سوه

هلمند : د ايساف په بمبار کي اته ملکي کسان ووژل سوه

هلمند ميشتو برتانوي ځواکونو نن په يوه خبرپانۀ کي وويل چي د غويي پر ١٩مه د دوى د بمبار له امله په ناوې ولسوالۍ کي د يوې کورنۍ اته تنه وژل سوي دي .
په هغه خبرپاڼه کي چي د هلمند ميشتو ايساف ځواکونو له مطبوعاتي مرکز څخه بست راډيو ته رارسيدلې راغلي چي.
تيره ورځ د دوى ځواکونه د غويي پر ١٩ مه د هلمند په جنوبي ولسوالۍ ناوه کښې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندي را غلل خبرپاڼه وايي چي د بريد کوونکو شمير تر لسګونو رسيده خبرپاڼه زياتوي چي دوى د خطرناکي مخامخ جګړې د ماتولو لپاره دخپل هوايي ځواک څخه مرسته و غوښته د خبرپاڼي په وينا چي هوايي ځواک پر يو کور يو بم و غورځاوه چي په پايله کي يې د يوې کورنۍ اته تنه ووژل سوه .
په خبرپاڼه کي د هلمند د قواود وياند ډګروال نيک ريجارډسن له خولې ويل سوي چي دوى د ملکي کسانو د خوندي توب لپاره پوره پاملرنه کړې د هغه په وينا چي وسله والو طالبانو د ملکي کسانو د کورونو څخه جګړه پيل او د هغوى ژوند يې په خطر کي واچاوه
بل پلو د ناوې ولسوالۍ يوه ځايي اوسيدونکي چي د نوم له څرګندولو څخه يې ډډه کوله خبريالانو ته وويل چي تيره ورځ تر غرمې مخکي د ناوې په خلج ولسوالۍ کي د بهرنيانو الوتکي پر يوه کوربمبار وکړ چي په تر څ کي يې د هغه کور اته کسه ووژل سوه نوموړي وويل (( کله چي اوتکي پر هغه کور بمبار وکړ په هغه کور کي ټول کسان ووژل سوه يوازي دوه کوچنيان ژوندۍ پاته سوه چي هغه مهال په شلومبو راوړلو پسي وتلي وو .
دا پېښه په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي تر دې مخکي د فرا په بلابلوګ ولسوالۍ کي د ١٥٠ په شاوخوا کي د ملکي کسانو وژني درنې انديښنې را وپارولې